کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): په کابل کې د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې او د لوړو زدهکړو یوې خصوصي موسسې ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې به یې خبریالانو ته د غاښونو درملنې او لابراتواري معایناتو برخو کې له ۷۰ـ۸۰ سلنه پورې تخفیف ورکوي.
د یاد هوکړهلیک په تړاو جوړه شوې غونډه کې د ملي لوړو زدهکړو موسسې مرستیال عبدالحمید جلیلي وویل چې د دغه هوکړهلیک پر اساس به دوی خبریالانو ته د ستوماتولوژي او لابراتواري معایناتو په برخه کې خدمات وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه چې په میاشت کې یو ځل د خبریالانو او د کورنۍ غړو لپاره یې د غاښونو درملنه او لابراتواري معاینات په وړیا ډول ترسره کېږي.
خو هغه زیاته کړه، که چېرې خبریالان په میاشت کې له یو ځل څخه زیاته مراجعه کوي، نو بیا به د غاښونو په برخه کې ۷۰ سلنه او لابراتواري معایناتو کې به ۸۰ سلنه تخفیف ورکول کېږي.
نوموړي دا هم وویل، دغه موسسه به په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د ازادو ژونالېستانو ټولنې سره یو بل هوکړهلیک هم لاسلیک کړي څو خبریالانو ته په تحصیلي برخه کې تخفیف ورکړي.
په یاده غونډه کې د ملي لوړو زدهکړو موسسې د طب او ستوماتولوژي پوهنځي رییس ډاکټر بشیر حبیب وویل، په دغه موسسه کې ۵۰ ډوله ابتدایي لابراتواري معاینات او د غاښونو ډکول، اکسرې اخیستل او د غاښونو ابتدایي درملنه ترسره کېږي.
همدارنګه په دغه غونډه کې د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې مشر حجتالله مجددي وویل چې یو خبریال په کم معاش کار کوي، نوهغه به د خپلو اولادونو درملنه څنګه وکړای شي.
هغه زیاته کړه، دا یو ډېر ښه اقدام دی چې دغه موسسه د ټولنې یوې مهمې برخې ته د غاښونو او لابراتواري معایناتو په برخه کې په تخفیف سره خدمات وړاندې کوي.
نوموړی وایي، هڅه کوي چې له یو شمېر کلینیکونو سره هم خبرې وکړي څو په نورو روغتیایي برخو کې هم له خبریالانو سره همکاري وکړي.
دغه راز یوه خبریال فواد نظري پژواک ته وویل، دا یو ډېر ښه اقدام دی؛ ځکه زیاتره خبریالان ډېرې اقتصادي ستونزې لري.
هغه زیاته کړه، ځیني خبریالان په رسنیو کې افتخاري کار کوي او یو شمېر بیا دومره معاش اخلي چې یوازې د خپلو اولادونو نفقه یې شي.
د یادونې ده، دا لومړی ځل دی چې په کابل کې د لوړو زدهکړو یوه خصوصي موسسه خبریالانو ته په روغتیايي برخه کې دغه ډول تخفیف ورکوي.
Views: 74