ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې سلګونه جریب کوکنار او هلمند زرګونه کیلوګرامه نشه‌یي توکي له منځه وړل شوي

21 Feb 2024 - 01:30
21 Feb 2024 - 01:30

فراه، لښکرګاه (پژواک، د کب لومړې نېټه ۱۴۰۲): ځایي امنیتي مسوولین وایي چې په فراه کې سلګونه جریب ځمکه له کوکنارو پاکه او په هلمند کې نشه‌یي توکي نیول شوي دي.

د فراه امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې  ۳۳۱ جریب کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي او کشفي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې ۳۳۱ جریب کوکنار اړولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه راز د فراه په ځينو سیمو کې  ۶۷۲۹۷ کیلوګرامه بېلابېل نشه‌یې مواد هم نیول شوي او سوځول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د  هلمند امنیتي مسوولینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ اړوند له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت ځواکونو د نشه‌یي توکو په تړاو درې کسان نیولي دي.

د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد  کسان د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون په خانشین ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري په داسې حال کې نیول شوي چې ۵۲۰ کيلوګرامه نشه‌یي توکي  یې لېږدول.

نوموړی وایې، له نیول شوو کسانو سره دوه موټر هم نیول شوي او د دوسیو له بشپړولو وروسته به اړوند شرعي محکمو ته ور وپېژندل شي.

 

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version