Pajhwok Afghan News

د میدان‌وردګو ولایتي روغتون کې یوې مور څلور ماشومان زېږولي

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د ميدان‌وردګو عامې روغتیا ریاست وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې یوې مور څلور ماشومان زېږولي دي.

د میدان‌وردګو ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر محمداشرف مجيد پژواک خبري اژانس ته وویل، ياده مېرمن چې څلور ماشومان يې زېږولي، د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ د بادام سيمې اوسېدونکې ده.

هغه زياتوي: «د دوو ماشومانو روغتيايي وضعیت ښه دی او دوه نور د ماشومانو په واټ کې تر جدي مراقبت لاندې دي.»

د هغه په وينا، له یادو ماشومانو يو هلک او درې نجونې دي او له عملیات پرته يې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

ډاکټر مجيد زياتوي، له دې وړاندې يادې مېرمنې يوه لور درلوده.

Views: 255

Exit mobile version