Pajhwok Afghan News

د غزني د درېیو ولسوالیو لارې بېرته پرانیستل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د غزني ټولګټو ریاست وايي، د دغه ولایت د مالستان، اجرستان او ناهور ولسوالیو لارې چې دوه اونۍ مخکې د واورې اورېدو او ښویېدو له امله تړل شوې، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.

د غزني د ټولګټو رييس محب‌الله عباس پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادو ولسوالیو لارې دوه اونۍ مخکې د واورې له امله د غزني له مرکز او اروزګان ولایت سره تړل شوې وې.

هغه زیاته کړه چې دوی له دوو اونیو هلو ځلو وروسته او د خلکو په همکارۍ وتوانېدل دغه لارې بېرته د خلکو او ترافیکو پر مخ پرانیزي.

بل لور ته خلک د یادو لارو پرانیستل کېدو ته خوښ دي.

د مالستان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي ذکریا پژواک ته وويل، په تېرو دوو اونیو کې چې لارې بندې وې، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

هغه زیاته کړه: «د لارې بندېدو له امله دا څو ورځې کېدې د اروزګان د خلکو یوه جنازه بنده پاتې وه، د انتقال لار يې نه درلوده، بل خلک غزني ښار کې کاروبار لري، یو هم خپل کار ته نه رسېده.»

د هغه په وینا چې د لارو بندېدو له امله د مالستان ترڅنګ د ناهور او اجرستان ولسوالیو خلک د خوراکي توکو له کمښت او ستونزو سره هم مخ وو.

ذکریا وايي، خوشحاله دی چې نن دغه لارې بېرته د خلکو او ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.

د یادونې ده، په تېرو څو ورځو کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله د یادو ولسوالیو ترڅنګ د یو شمېر ولایتونو او نورو ولسوالیو لارې هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې وې.

Views: 15

Exit mobile version