Pajhwok Afghan News

تورخم کې د درملو او قيمتي ډبرو د قاچاق مخه ونيول شوه

جلال‌اباد (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۲): ننګرهار ولايت کې چارواکي وايي، د ګمرک مسوولينو تورخم کې د درملو، قيمتي او نيمه‌قيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده.

د تورخم ګمرک امر انجينر رفيع‌الله پاچا وايي، ۱۵۲ کيلوګرامه طبي درمل یې چې په غيرقانوني ډول افغانستان ته راانتقالېدل نيولي دي.

د هغه په وينا، دغه درمل په يوه لارۍ کې ځای پرځای شوي وو او قاچاق‌کوونکو غوښتل پرته له مالياتي ټکس څخه يې را ولېږدوي چې د دوی له لوري د پلټنې پرمهال نيول شوي دي.

نوموړی دغه راز وايي چې د ياد ګمرک مسوولينو د پلټنو پر مهال په یوه موټر کې ۴،۴ کيلوګرامه نيمه قيمتي او په دوو نورو موټرو کې د شوکاڼو په ګډون ۶۲،۸ کيلوګرامه قيمتي او نيمه‌قيمتي ډبرې کشف او ترلاسه شوې دي.

د تورخم ګمرک مسوولين وايي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې هېواد ته غيرقانوني توکي وارد او يا یې بهر ته قاچاق کړي.

Views: 63

Exit mobile version