Pajhwok Afghan News

ستانکزي د اذربایجان له سفیر سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): کابل کې د اذربایجان سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره په فرهنګي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره وکتل.

سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې د دواړو اړخونو ترمنځ د یو لړ سیاسي، اقتصادي او کلتوري مسایلو سربېره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې وشوې.

ستانکزي په دې لېدنه کې ویلي چې د ا.ا.ا د متوازنې او اقتصادي تګلارې په لرلو سره د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په ګډون له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت ښه کېدو هڅې کوي.

بلخي زیاته کړې چې محمدوف د امنیت ټینګښت، د نشه‌یي توکو له قاچاق سره د مبارزې او د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي برخه کې د ا.ا.ا هڅې وستايلې او زیاته یې کړه، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره په فرهنګي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

Views: 45

Exit mobile version