ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایرلینډ پر وړاندې د کرکټ ټیسټ لوبه؛ افغانستان نن په ۱۳۴ منډو دویمه پاڼۍ بیا پیلوي

1 Mar 2024 - 07:25
1 Mar 2024 - 07:25

اټلانټا (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۲): د افغانستان لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې  د یوازېنۍ ټېسټ لوبې په درېیمه ورځ نن خپله دویمه پاڼۍ (اننګز) په ۱۲۵ منډو بیا پیلوي.

دا لوبه چې نن  (د کب ۹مه) په اماراتو کې پیل شوې، پچه یې افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډله په لومړي اننګز کې په ۱۵۰ منډو وسوځېده، په افغان توپ‌وهونکو کې ابراهیم ځدراڼ تر نورو مخکښ و او په ۵۳ منډو وسوځېد، دغه راز کریم جنت په ۴۱ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

په لومړۍ پاڼۍ کې د ناصر جمال او رحمت‌شاه په ګډون څلور افغان لوبغاړي په صفر وسوځېدل؛ لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي ۲۰ او نورعلي ځدراڼ ۷ منډې وکړې.

رحمن‌االله ګربز چې په لومړي ځل په ټېسټ سیالیو کې ولوبېد، په پنځو منډو یې وېکټ له لاسه ورکړه.

د ایرلینډ په توپ‌اچوونکو کې مارک اډیر پنځه، کمپر او ګرېګ یانګ دوه ـ دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

د ایرلینډ لوبډلې چې لوبه پیل کړه، نو نوید ځدراڼ په لومړي سر کې دوه لوبغاړي وسوځول، خو وروسته تر ۸۰ منډو بل لوبغاړی ونه سوځېد، د ورځې په وروستیو شېبو کې ضیاءالرحمن اکبر دوه لوبغاړي وسوځول، د لومړۍ ورځې تر پایه ایرلینډ ۱۰۰ منډې جوړې کړې او څلور لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

پرون د دویمې ورځې پیل کې د ایرلینډ پنځم لوبغاړی ژر وسوځېد خو وروسته سټرلینګ، ټکر او اوبراین ښه لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې منډې یې تر ۲۰۰ واړولې، خو په وروستیو شېبو کې ضیاء الرحمن اکبر ښه توپ اچونه وکړه و د ایرلینډ ټوله لوبډله په ۲۶۳ منډو وسوځېدله.

ضیاء الرحمن اکبر پنځه، نوید ځدراڼ درې ، نجات مسعود ا ظاهر خان یو یو لوبغاړی وسوځول.

افغانستان چې دویمه پاڼۍ پیل کړه؛ نو دوه لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه ژر وسوځیدل، ورپسې نور علي ځدراڼ له لوبډلمشر حشمت سره ښه ملګرتیا وکړه، خو نور علي په ۳۲ منډو وسوځېد.

د دویمې ورځې تر پایه پورې افغانستان د درېیو لوبغاو په سوځېدو ۱۳۴ منډې جوړې کړې وې، حشمت په ۵۳ او رحمن الله ګربز په ۲۳ منډو ولاوو او دواړه به نن بیا خپله لوبه پیلوي.

د افغانستان لیډ اوس ۲۶ منډې دي او اوه لوبغاړي یې پاتې دي.

 

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version