ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ایرلینډ سره د کرکټ لومړۍ لوبه؛ شهیدي د خلکو ملاتړ غوښتی

7 Mar 2024 - 07:35
7 Mar 2024 - 07:35

اټلانټا (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د افغانستان او ایریلینډ ترمنځ د کرکټ د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه نن ترسره کېږي، بلخوا افغان لوبډلمشر له خلکو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دا لوبه نن (د کب ۱۷مه) د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته د متحده عربي اماراتو د شارجې نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي پرون په یوه خبري کنفرانس کې ډاډ  ورکړی چې لوبډله یې د دې سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه زیاته کړه، د شارجې لوبغالي کې یې لوبډلې ډېرې سیالۍ ترسره کړې چې په باور یې د لوبغالي حالت به له دوی سره ډېره مرسته وکړي.

افغان لوبډلمشر د لوبډلې وروستیو ماتو ته په اشاره وویل، همدا یې د لوبډلې سختې شېبې دي او افغانان یې باید په همدې وخت کې ملاتړ وکړي څو یو ځل بیا د نړۍوال جام په څېر پیاوړې سیالۍ وکړي.

شهیدي د ځینو ټپي شوو افغان لوبغاړو روغتيايي حالت ته په اشاره وویل: «د سریلانکا پر وړاندې د لوبو پر مهال عظمت‌الله عمرزي په پښه ټپ و، «هېمسټرینګ» یې لږ درد کاوه، هغه ټېسټ سیالۍ ته هم نه و اماده او د دې یو ورځنیو سیالیو لپاره د کمپ په اولو ورځو کې نه و جوړ، خو اوس لوبېدو ته تیار شوی دی.»

دغه راز هغه ملي لوبډلې ته د راشدخان او مجیب الرحمن د بیا راستنېدو په تړاو وویل: «زه چې څومره معلومات لرم، دواړه به د ایرلینډ پر وړاندې شل اوریزو لوبو ته اماده وي.»

له دې مخکې یوازېنې ټیسټ لوبه ایریلینډ وګټله.

د دواړو هېوادونو ترمنځ له وروستیو پنځو یوه ورځنیو نړۍوالو لوبو څلور افغانستان او یوه ایرلینډ ګټلې ده.

د افغانستان او ایریلینډ ترمنځ تر اوسه ۲۹ یوه ورځنۍ نړۍوالې لوبې شوې چې ۱۵ افغانستان او ۱۳ ایریلینډ ګټلې او یوه بې نتیجې وه.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version