Pajhwok Afghan News

رییس‌الوزراء: سوداګر باید د خوراکي او نورو توکو بیې د امکان تر بریده ټیټې کړي

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۲): رییس‌الوزراء د روژې میاشتې را رسېدو په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې مسوول چارواکي باید د نرخونو لوړېدو مخنيوي په موخه جدي څارنه او اړين اقدامات وکړي.

ارګ د رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخوند یو پیغام د روژې میاشتې را رسېدو په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې خپور کړی دی.

رییس‌الوزراء ویلي چې سوداګر او پلورونکي باید د خوراکي او اړتیا وړ نورو توکو بیې د امکان تر بریده ټیټې کړي.

هغه زیاته کړې: «دا چې رمضان المبارک د خواخوږۍ او صله رحمۍ پیغام لري او په روژه نیولو سره موړ انسان د وږي له حاله خبرېږي، نو له ټولو هېوادوالو هیله لرم؛ هغه که حکومتي مسوولین یا عام توانمند هېوادوال او پانګوال دي چې له بې‌وسه او فقیرو مسلمانانو سره مرسته وکړي.»

هغه زیاتوي، ټول مسوول چارواکي باید د نرخونو د لوړېدو مخنيوي په موخه جدي څارنه او اړين اقدامات وکړي.

دغه راز، نوموړي په غزه کې ناوړه بشري وضعیت ته په اشارې ویلي: «موږ یو ځل بیا پر ټول بشریت خصوصاٌ نړۍوالو سازمانونو او اسلامي هېوادونو غږ کوو چې د دغه روان ظلم او وحشت په پای ته رسولو کې خپل مسوولیت ادا کړي او د غزې مظلومو مسلمانانو عاجل لاسنيوي او ملاتړ ته راوړاندې شي.»

Views: 82

Exit mobile version