ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او ازبک چارواکي د ټرانزیټي تعرفو کمولو په اړه غږېدلي

افغان او ازبک چارواکي د ټرانزیټي تعرفو کمولو په اړه غږېدلي

author avatar
14 Mar 2024 - 13:18
افغان او ازبک چارواکي د ټرانزیټي تعرفو کمولو په اړه غږېدلي
author avatar
14 Mar 2024 - 13:18

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل او د ازبکستان له خاورې د افغان سوداګریزو توکو د ټرانزیټي تعرفو کمولو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره لیدلي.

سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ ټرانزیټ، د پانګونې پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل، د افغانستان د ټرانزیټي توکو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو او د ازبکستان له خاورې د افغان سوداګریزو توکو د ټرانزیټي تعرفو کمولو په اړه خبرې وکړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاده لیدنه کې پرېکړه وشوه چې په نږدې راتلونکي کې به د اړوندو ادارو مسوولين مزارشريف ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ پراختيا پر وړاندې د شته خنډونو لرې کولو په موخه جلا غونډه وکړي.

دا په داسې حال ده چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان رییس‌الوزراء اقتصادي مرستیال، اداري مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره هم لیدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.