ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې سږ کال د ۱۱۹ ښوونځيو ودانۍ ترمیم شوې

16 Mar 2024 - 13:32
16 Mar 2024 - 13:32

لښکرګاه (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۲): د هلمند پوهنې ریاست مسوولین وایي، روان کال یې د دغه ولایت په ۱۹ ولسوالیو کې د ۱۱۹ ښوونځیو ودانۍ ترمیم کړې دي.

د هملند ولایت د پوهنې ریاست مرستیال مولوي محمداسماعیل سعادت له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، ۱۴۰۲ کال کې یې د پوهنې وزارت له بودجې او د یو شمېر موسسو په مرسته په ۱۹ ولسوالیو کې د ۱۱۹ ښوونځیو ودانۍ ترمیم کړې دي.

هغه وویل: «۲۷ ښوونځي د اسلامي امارت لخوا رغول شوي دي، څه کم ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندي راغلی او ۹۲ نور ښوونځي چې د موسساتو لخوا رغول شوي، پر هغو باندې ۸۱ میلیونه افغاني لګښت راغلی دی.»

نوموړي زیاته کړه، راتلونکي کال لپاره یې د ۸۴ نوو ښوونځیو د جوړولو او یو شمېر نورو د ترمیم په موخه وزارت ته خپل پلان هم استولی دی.

هغه وویل، لا هم د دغه ولایت په ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه  شته خو زیاتوي، هڅه کوي څو نوي ښوونیز کال کې دغه ستونزه هم حل کړي.

په ورته مهال، دغه ولایت کې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي د کتابونو او ښوونکو له کمښت شکایت کوي او په خبره یې چې دغو ستونزو یې درسي بهیر ټکنی کړی دی.

لښکرګاه ښار کې د وزیر محمداکبر خان لیسې زده‌کوونکی شاه‌ولي وايي: «د کتابونو کمښت زموږ په درسي بهیر ناوړه اغېز کړی، دلته خلک نه شي کولای چې خپلو اولادونو ته په پیسو کتابونه او قرطاسیه واخلي، خلک بې‌وزله دي.»

په همدې حال کې، د مارجې ولسوالي د کرو څلورلارې اوسیدونکی محمداشرف چې اوس مهال د دوولسم ټولګي زده‌کوونکی دی وايي: «موږ له پوهنې ریاست څخه غواړو چې له ټولو ښوونځیو ستونزې له نږدې وګوري، د ښوونکو او کتابونو د کمښت ستونزه یې حل کړي.»

د یادونې وړ ده چې لا هم د هېواد په ټولو ولایتونو کې ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ  نه‌لري او د ښوونکو او درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version