ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي نوي کال کې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازو پرانیستو غوښتنه وکړه

کرزي نوي کال کې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازو پرانیستو غوښتنه وکړه

author avatar
17 Mar 2024 - 15:03
کرزي نوي کال کې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازو پرانیستو غوښتنه وکړه
author avatar
17 Mar 2024 - 15:03

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۲): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي تعلیمي کال د پېلېدو په درشل کې یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي څو هېواد پر ځان بسیا او د سیالانو سیال شي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د لوړو زده‌کړو مرکزونو ته له تلو منع شوې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د نوي کال (۱۴۰۳) په را رسیدو سره، نوی تعلیمی کال هم پیلیږ‌ي. معمولاً د درسونو د پیل ورځې به زموږ بچیانو، نجونو او هلکانو ته د جشن او د اختر د ورځو په شان وې، متأسفانه نږدې درې کاله کېږي چې د ګران هېواد نجونې له تعلیم او تحصیله محرومې دي او نه شي کولای مکتبونو او پوهنتنونو ته ولاړې شي، علم زده کړي او په دې توګه خپلې کورنۍ او وطن ته خدمت وکړي.»

هغه لیکلي، د علم زده کړه د هرې انساني ټولنې د بقا، پرمختگ، عزت او له احتیاجه د خلاصون لار ده.

د هغه په خبره، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو پرانیسو سره به هېواد د پردیو له احتیاجه ازاد، پرځان بسیا او د سیالانو سیال شي.

اسلامي امارت له دې مخکې په وار وار ویلي چې دغه چاره موقتي ده او د مناسب چاپیریال په رامنځته کېدو سره به افغان نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

Views: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.