ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال څه باندې ۸۰۰ بهرني ګرځندویانو له بلخه لیدنه کړې ده

سږ کال څه باندې ۸۰۰ بهرني ګرځندویانو له بلخه لیدنه کړې ده

author avatar
18 Mar 2024 - 14:54
سږ کال څه باندې ۸۰۰ بهرني ګرځندویانو له بلخه لیدنه کړې ده
author avatar
18 Mar 2024 - 14:54

مزارشریف (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۲): د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د روان کال له پیله تر دې دمه دغه ولایت ته له ۶۰ بېلابېلو هېوادنو څه باندې ۸۰۰ بهرني سیلانیان راغلي دي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د بهرنیو سیلانیانو ورتګ د ډاډمن امنیت له کبله بولي.

د یاد ریاست د ګرځندوی آمر عبدالواحد احدي وایي، روان ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې دغه ولایت ته له ۶۰ څخه د ډېرو هېوادونو ۸۱۳ بهرني سيلانیان راغلي او له بېلابېلو تاریخي، کلتوري او لرغونو سیمو یې لیدنه کړې ده.

احدي وایي، د تېر کال په پرتله د سیلانیانو په راتګ کې شاوخوا اته برابره زیاتوالی راغلی او په وینا یې ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې یوازې ۱۲۷ بهرني سیلانیان دغه ولایت ته ورغلي وو.

د هغه په وینا، ډېری سیلانیان له امریکا، چین، روسیې، انګلستان، هالند، رومانیا، ایټالیا، جرمني، اسپانیا، فرانسې او نورو هېوادونو راغلي او د بلخ ولایت د مزارشریف له روضې او د بلخ ولسوالۍ له یو شمېر تاریخي ابدو څخه یې لیدنه کړې ده.

د احدي په وینا، بلخ کې ۱۵ مجهز سیاحتي هوټلونه شتون لري او سیلانیانو ته هر ډول امکانات برابروي څو په ډاډمنه فضا کې له خپل سفر او سیل څخه خوند واخلي.

بلخوا بلخ ته راغلي یو شمېر بهرني سیلانیان د افغانستان او په ځانګړې توګه د بلخ ولایت له ليدو خوښي څرګندوي.

د دغو بهرنيو سيلانيانو له ډلې، ما ډاویو چې د چین هېواد اوسېدونکی دی او د يوې پنځه کسیزې ډلې په مشرۍ بلخ ولایت ته راغلی، پژواک ته وويل چې له دې سره د چین، اسټرالیا، المان او ماليزیا څخه ملګري هم بلخ ولايت ته راغلي دي.

ډاویو زیاتوي چې پر بلخ سربېره یې کابل، کندهار او غزني ولایتونو ته هم سفر کړی او د دغو ولایتونو له لیدو خوښ دی.

دغه‌راز بېن له اسټرالیا څخه بلخ ته د سيل لپاره راغلى دى.

هغه پژواک ته وويل، افغانستان ته له راتګ وړاندې يې د دغه هېواد په اړه منفي ذهنیت درلود، خو اوس يې د افغانستان او د افغانانو په لیدو ذهنیت بدل شوی دى.

بېن زیاتوي چې افغانان ډېر مینه‌ناک، مېلمه‌پال او ښه خلک دي.

همدرانګه نیو خېچینګ چې له چین څخه بلخ ته راغلی، وایي چې له کلونو راهیسې یې هیله درلوده څو افغانستان ته سفر وکړي او خوښ دی چې په لومړي ځل افغانستان ته راغلی دی.

هغه وويل، د افغانانو کلتور یې خوښ شوی او بلخ کې یې له خوندورو خوړو هم خوند اخېستی او له بلخ وروسته به سمنګان ولایت ته هم ځي.

بلخ د هېواد یو له لرغونو او کلتوري ولایتونو دی چې د تاریخي او کلتوري ابدو په درلودو سره هر کال زرګونه سیلانیان ورته سفر کوي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.