ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند او امریکا د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې

22 Mar 2024 - 18:10
22 Mar 2024 - 18:10

اټلانټا (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲): افغانستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

ویسټ د وري په ۳مه، دجمعې په ورځ پر اېکس شبکې (پخواني ټویتر) لیکلي، چې په نوي ډیلي کې یې د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستتیال کواترا او بل چارواکي جی پي سینګ سره یې د افغانستان پر راتلونکي خبرې اترې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې هند په افغانستان کې بشري مرستو رسولو ته کې مهم رولوبي او افغانانو سره ددرملو مرسته کوي.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي، دواړو لوریو د هند او امریکا پر ګډو ګټو او نورو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

تر دې مخکې دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی له افغانانو سره د ملاتړ په اړه د خبرو لپاره هند او متحده عربي اماراتو ته ځي.

دا په داسې حال کې ده چې توماس وېسټ د روان ۱۴۰۲ کال د لېندۍ په ۲۳مه هم د سعودي بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې وې.

 

Views: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version