ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د شمال زون په کچه د فوټسال سیالۍ پیل شوې

23 Mar 2024 - 12:22
23 Mar 2024 - 12:22

مزارشریف (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۳): د بلخ بدني روزنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوربه‌توب د شمال زون په کچه د پنځه لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د بلخ ولایت فوټبال فدراسیون رییس احمدالله واعظ‌‌زاده وایي چې دغو سیالیو لومړۍ لوبه تېره شپه په مزارشریف ښار کې ترسره شوه.

د واعظ‌زاده په وینا دا لوبې د بلخ ولایت په کوربه‌توب پر لاره اچول شوې او په کې د فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان ولایتونو لوبډلو برخه اخیستې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه لوبې پنځه ورځې دوام کوي او د دغه سیالیو اتله لوبډله به مرکزي لوبو ته لار ومومي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version