Pajhwok Afghan News

سرچینې: د حکمتیار کور نه دی کلابند، بل ځای ته لېږدول شوی

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۳): سرچینې وایي، د حزب اسلامي د مشر استوګن‌ځای نه دی محاصره شوی خو له بحثونو وروسته پایله دا شوه چې د هغه کور بل ځای ته ولېږدول شي؛ ځکه له پخواني حکومت سره د حزب اسلامي د سولې هوکړه ا.ا ته د منلو نه ده.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له اوږدو مذاکراتو وروسته په ۱۳۹۶ کال کې له پخواني حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه؛ حکمتیار کابل ته ستون شو او تېر حکومت د کابل په دارالامان سیمه کې د اوسېدو لپاره ځینې ودانۍ ورکړې.

له تېرې شپې راهیسې په ټولنیز پاڼو کې داسې اوازې خپرې شوې چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کور د امنیتي کسانو له لوري کلابند شوی، له ساتونکو یې وسلې اخیستل شوې، عدلیې وزارت د حکمتیار کور تخلیه کړی او نوموړی یې بل ځای ته لېږدولی دی.

خو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمن حکمتیار پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د استوګنې ځای نه دی محاصره شوی، کابل کې د اوسېدو ځای بدلوو، چارواکو سره تر څو میاشتو بحث وروسته نتیجه دا شوه چې له پخواني حکومت سره د سولې هوکړه اوسني حکومت ته د منلو وړ نه ده، له تېر حکومت سره د سولې له تړون یوازې همدا د اوسېدو ځای پاتې و.»

د حزب اسلامي یوه مخکښ غړي چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ګلبدین حکمتیار د کور کلابند کېدل، له ساتونکو یې وسلې او موټر اخیستل او داسې نورې اوازې ناسمې دي.

هغه زیاته کړه: «عدلیې وزارت ټینګار درلود چې دغه [حزب اسلامي ته ورکړل شوې] ځمکې د ملي دفاع وزارت اړوند دي، په دې کې مشر (حکمتیار) کوم مشکل نه لري، اصلي خبره دا ده چې د مشر د تصمیم پر اساس د هغه د کور او د دفتر ادرس تغییر شوی او وزیر محمداکبرخان سیمه کې یې یو بل کور نیولی او هلته به انتقال شي.»

د حزب اسلامي په دفتر کې یوه بله سرچینه هم ورته څرګندونې کوي او وایي چې د حزب اسلامي اړوند ټول توکي تېره شپه له دارلامان څخه نوي استوګن‌ځای ته انتقال شوي.

د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند عبدالنافع ټکور هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «حکمتیار صاحب یوې خوا ته نه دی تللی او نه به ولاړ شي، له هغه په هېواد کې د اوسېدلو حق چا نه دی اخیستی او نه چا ته اجازه ورکول کېږې چې له هېواده یې وتلو ته اړ کړي، دا چې یو شمېر د پردیو مزدوران او تالۍ‌څټې نارې وهي چې ګواکې حکمتیار صاحب له افغانستانه وتلو ته اړ کېږي یا وځي دا حقیقت نه لري»

هغه لیکلي، اصلي خبره دا ده چې د حکمتیار مخکنی استوګن‌ځای په امارتي ځمکه کې و، خو اوس د یو تفاهم او مصلحت له مخې، هغه ته د پخواني ځای په عوض د اوسېدو لپاره بل ځای په نظر کې نیول شوی او هلته انتقالېږي.

عدلیې وزارت تر اوسه په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

Views: 262

Exit mobile version