Pajhwok Afghan News

سږ کال به له افغانستانه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي ته ولاړ شي

کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د حج او اوقافو وزارت سرپرست وایي چې سږ کال به د هېواد په کچه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړي.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ‌الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل، دغه ونډه حج ته د تلونکو کسانو د تقاضا پر بنسټ تنظیم شوې ده، په دې سهمیه کې د عامو خلکو ترڅنګ «مجاهدین»، د امارتي ادارو کارکوونکي، د شهیدانو او معلولینو وارثین او کډوال شامل دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په خبره، سږ کال حج ته د هر تلونکي کس لپاره ۳۸۶۵ ډالر چې ۲۷۷ زره افغانۍ کېږي، لګښت په پام کې نیول شوی او د اهل تشیع حاجیان به پر دې سربېره ۵۰ ډالره اضافه ورکوي.

هغه زیاته کړه چې سږ کال د سعودي عربستان له لوري افغانستان ته د ۳۰ زره کسانو سهمیه ورکړل شوې ده.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست وویل، د سعودي عربستان له مسوولینو سره یې خبرې کړې او له هغوی یې غوښتي چې د افغانستان سهمیه زیاته کړي.

د ثاقب په وینا، د زونونو په کچه حج ته د تلونکو کسانو ټولېدنې ځایونه تجهیز او ترمیم شوي او سږ کال به له څلور زونونو (کابل، هرات، بلخ او کندهار) څخه الوتنې ترسره شي.

هغه دغه راز وویل چې سږ کال به حج ته تلونکي کسان د اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو له لوري انتقال شي او له دغو شرکتونو سره قراردادونه شوي دي.

نوموړی وایي، په سعودي عربستان کې له شرکتونو سره قراردادونه شوي چې افغان حاجیانو ته د اوسېدو ځایونه، ترانسپورټ او نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې سر له سبا نیولې د روژې تر پایه دې ټول حج ته تلونکي کسان پیسې تحویل او نور طی مراحل ترسره کړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي عطاالله خادم وویل چې سږ کال به ۳۹۴۱ «مجاهدین» هم د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

نوموړی وایي چې تر اوسه دقیقه شمېره نه ده معلومه خو سږ کال به شاوخوا ۸۰۰۰ ښځې هم د حج کولو لپاره ولاړې شي.

هغه زیاته کړه چې سږ کال ۳۸۴۳ کسانو نوې نوم‌لیکنه کړې او شاوخوا ۵۰ زره هغه کسان چې مخکې یې نوم‌لیکنه کړې منتظر دي.

د نوموړي معلوماتو له مخې، د حاجیانو لومړی پرواز به د روان کال د (ذوالقعدې) میاشتې په لومړۍ نېټه له کابله سعودي عربستان ته ترسره شي.

د یادونې ده، تېر کال هم د عربستان له لوري افغانستان ته د ۳۰ زره حاجيانو  سهمیه ورکړل شوې وه.

Views: 30

Exit mobile version