ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د برېښنا کموالي له امله ۱۵ فابریکې له فعالیته پاتې دي

author avatar
28 Mar 2024 - 14:13
author avatar
28 Mar 2024 - 14:13

فراه ښار (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۳): د فراه د سوداګرۍ او صنعت ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د برېښنا کموالي له امله ۱۵ فابریکې له تولیداتو پاتې دي او یو شمېر کسان هم ورسره وزګاره شوي دي.

د فراه د سوداګرۍ او صنعت ریاست د پارکونو او سوداګریزو چارو امر افشین حکیمي پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې ۳۲ فابریکې فعالې وې خو د برېښنا کموالي له امله ۱۵ یې له فعالیته پاتې دي.

ده وویل چې دا مهال په یادو فعالو فابریکو کې له ۳۰۰ ډېر کسان کار کوي.

نوموړي زیاته کړه: «د دغو غیرفعالو فابریکو یوازنۍ ستونزه د برق کموالی دی، که چېرې فراه ته همدا اوس برق راشي، دغه فابریکې بل مشکل نه لري، ډېر ژر فعالیت پيلوي چې سلګونه کسان به ورسره په کار شي.»

هغه وویل چې په دغه ولایت کې صنعتي ښارګوټي لپاره ۹۵۳ جریبه ځمکه ځانګړې شوې چې څه موده وروسته به د کارخونو خاوندانو ته وسپارل شي.

د حکیمي د معلوماتو له مخې، د فراه برېښنا د ستونزې حل په موخه د ولایتي او په کابل کې د حکومتي چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.

بل لورته، فابریکه‌لرونکي د برېښنا کموالی د دوی پر وړاندې جدي ننګونه بولي.

په دغه ولایت کې د کیمیاوي سرې تولیداتو د یوې فابریکې مسوول قیام‌الدین پژواک ته وویل، د برېښنا کموالي له امله دوی نه شي کولای په لوړه کچه تولیدات وکړي.

هغه هم وویل چې یو شمېر فابریکې د برېښنا کموالي له امله له فعالیته پاتې دي.

دغه راز، په فراه کې د مبلایلو د تولید او بسته‌بندۍ د یوې فابریکې مسوول زلمي نورزي پژواک ته وویل: «برق نه لرو، نو تولیدات مو ډېر کم دي که جنراتور روښانه کوو لګښت مو ډېریږي چې بیا یې پوره کولای نه شو.»

هغه زیاته کړه چې دا مهال ورسره ۱۵ کسان کار کوي، خو که چېرې د برېښنا ستونزه حل شي کیدای شي د کارګرو شمېر یې څو برابره ډېر شي.

د معلوماتو له مخې، په فراه کې د برېښنا کموالي له امله د دغه ولایت یو شمېر پانګوالو د فراه پر ځای هرات ولایت کې پانګونه کړې ده.

د یادونې ده، د فراه ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د تولیدي کارخونو مالکان ډېری وخت د برېښنا له کموالي شکایت کوي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.