ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه امریکا مېشتې افغان پانګه‌وال د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

یوه امریکا مېشتې افغان پانګه‌وال د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

author avatar
29 Mar 2024 - 22:29
یوه امریکا مېشتې افغان پانګه‌وال د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
author avatar
29 Mar 2024 - 22:29

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې په امریکا کې د «هيون کپيټل ګروپ» مشر افغان پانګه‌وال د افغانستان د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي شهاب‌الدین دلاور په امریکا کې له مېشت افغان پانګه‌وال او د «هيون کپيټل ګروپ» شرکت له رییس احمد محمدعلي رحیمي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې ‏یاد پانګه‌وال د نفت او ګاز او قیمتي ډبرو کانونو او نورو برخو کې د خپلې کاري سابقې په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان د کانونو برخه کې يې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم د هېواد د کانونو برخه کې د پانګونې لپاره د ياد شرکت د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي يې دي چې دغه وزارت د نفت او ګازو په ګډون بېلابېل کانونه اعلان ته سپارلي او کولای شي د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي.

دغه وزارت ویلي، له دې مخکې هم يو زيات شمېر بهرنيو پانګه‌والو د افغانستان په ځینو کانونو کې د پانګونې لېوالتيا څرګنده کړې وه.

[/restrict]

Views: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.