ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونسکو د بامیان لرغونې ساحې رغوي

یونسکو د بامیان لرغونې ساحې رغوي

author avatar
31 Mar 2024 - 14:21
یونسکو د بامیان لرغونې ساحې رغوي
author avatar
31 Mar 2024 - 14:21

بامیان (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۳): په افغانستان کې د یونسکو فرهنګي برخې مسوول د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې ډېر ژر به د دغه ولایت د لرغونو ساحو د مرمت‌کارۍ او رغونې چارې پیل کړي.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې نن د دې ادارې رییس مولوي صفي‌الله راید په افغانستان کې د یونسکو فرهنګې برخې له مسوول بریندان کسار سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

د سرچینې په خبره، په دې لیدنه کې دواړو لورو د بامیان لرغونو سیمو د مرمت‌کارۍ په اړه خبرې کړې دي.

سرچینې د بریندان کسار له قوله ویلي چې ډېر ژر به د یونسکو له خوا د ضحاک، غلغلې او د ککرک سیمو لرغونو ساحو چې د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان کې هم ثبت شوې، مرمت‌کاري پیل شي.

بریندان کسار ویلي چې د لرغونو ساحو د استحکام‌کارۍ ترڅنګ به د بامیان فرهنګي مرکز نابشپړې پروژې هم بشپړې شي.

په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په بامیان کې د یونسکو فرهنګي فعالیتونو له امله د مننې ترڅنګ وویل چې په دغه ولایت کې لسګونه لرغونې ساحې دي چې مرمت‌کارۍ ته اړتیا لري.

هغه د یونسکو له مسوولینو غوښتنه وکړه څو د دغه ولایت د لرغونو ساحو مرمت‌کارۍ لپاره ډېره هڅه وکړي، روان پسرلي کې دې خپل پروګرامونه عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان په بامیان کې له ۱۴ کلونو راهیسې فعالیت لري او څو دا ډول بنسټیزې پروژې لکه مرمت‌کارۍ، نقشه اخیستنه او کیندنې بشپړې کړې دي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.