Pajhwok Afghan News

کرزی: د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې دې پرانیستل شي

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۳): پخواني ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې، د افغانانو ترمنځ پر یووالي د ټینګار ترڅنګ، یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت، ټولو افغانانو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي: «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. لکه څنګه چې ټول په مساویانه توګه په کې حق لرو، همدا راز هر یو د خپلو خلکو او هېواد پر وړاندې مسوولیتونه او وجایب هم لرو.»

هغه ويلي، دا د ټولو ملي وجیبه ده چې په پوره اتحاد او اتفاق او ورورګلوۍ د خپل هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره زیار وباسي او اوږه په اوږه پرمخ ولاړ شي.

کرزي زياته کړې: «خو دا هر څه له تعلیم او پوهې سره تړلي دي او پرته له هغه ناممکن دي. که چېرې غواړو چې خپلواک، اباد او مترقي هېواد ولرو، نو لازمه ده چې د هېواد د بچیانو(نجونو او هلکانو) تعلیم ته اساسي او جدي پاملرنه وکړو، او ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزو.»

هغه له ملي پانګوالو غوښتي چې د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي څو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي او ترڅنګ يې دې له بېوزلو سره مرسته وکړي.

کرزي ويلي: «له اسلامي سرپرست حکومته غواړم چې د يو پرمختللي، خپلواک او پر ځان بسيا افغانستان لپاره، ژر تر ژره د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي، ميرمنو ته دې اجازه ورکړي څو کار وکړي، څو نجونې او ښځې خپلو مسلمو حقونو ته لاسرسي پيدا کړي او هېواد له احتیاج او وروسته پاتې کېدو وژغول شي.»

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د لوړو زده‌کړو مرکزونو ته له تلو، تر بل امره؛ منع شوي دي. دغه راز، د لوړو زده‌کړو وزارت د ۱۴۰۱ د لېندۍ په ۲۹مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې وځنډول شوې.

خو اسلامي امارت په وار وار ویلي چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه موقتي دي او په دې برخه کې پر تګلاره کار روان دی.

Views: 30

Exit mobile version