ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیه کې ځیني افغان کډوال وایي، غیرانساني چلند ورسره کېږي

13 Apr 2024 - 09:54
13 Apr 2024 - 09:54

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۳): په ترکیه کې ځيني افغان کډوال وایي، په دغه هېواد کې ورسره ناوړه چلند کېږي او له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم په ترکیه کې د افغانانو ستونزې او ورسره ناوړه چلند تاییدوي، وايي چې په دې اړه یې له ترکي چارواکو سره په وار- وار خبرې کړې دي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، ترکیه کې تر ۳۰۰ زره ډېر افغان کډوال ژوند کوي او پر دې سربېره سلګونه زره پناه‌غوښتونکي افغانان هم په ناقانونه ډول دغه هېواد ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کډوال له دغه هېواده په زور هم ایستل کېږي.

د راپورونو له مخې، ترکیې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تر درې زره ډېر افغان کډوال په زور په ۲۰ چارتر الوتنو کې افغانستان ته لېږدولي او وړم کال یې بیا تر ۵۵ زره ډېر افغانان له دغه هېواده ایستلي وو.

دغه راز، تېر کال په ترکیه کې د کډوالو د حقونو سازمانونو ویلي وو چې د ترکیې د کډوالو ادارې له ۹۰ سلنې ډېر د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي دي.

اوس یو ځل بیا په ترکیه کې له افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو سره د ناوړه چلند ځیني راپورونه خپاره شوي دي.

د ترکیې په استانبول ښار کې یو افغان سیف السلام چې له څه مودې راهیسې هلته اوسي، پژواک خبري اژانس ته وویل، افغانستان کې د نظام له بدلون راوروسته ډېر افغانان د ایران له لارې په ناقانوني توګه ترکیې ته د اوښتو هڅه کوي.

دی وايي: «ترکیې ته پر لاره غرونه دي، سرحدونو دي، نو خامخا به ستونزې وي، ځیني وخت افغانان له پولیسو سره په اخ‌وډب کې هم ټپیانیږي او کله چې هوا سړه وي، نو بیا د یخنۍ له لاسه ډېر هېوادوال مشکلات ګوري او که ونیول شي نو بېرته د ډېپورټ (ایستلو) ترڅنګ وهل او ډبول کېږي.»

د ده په وینا، هغه افغانان چې د ترکیې په مختلفو ښارونو کې اوسي، ډېر هغه وخت ځورول کېږي چې کله په ترکیه کې ټاکنې وي، یا نورې کومې خاصې ورځې وي او یا امنیتي مسایل رامنځته شي، نو پولیس تصفیه کوي او په همدې کې افغانانو ته اذیت رسېږي.

د سیف السلام په وینا، افغانان له نیول کېدو وروسته کمپونو ته وړل کېږي او کمپونه «لکه زندانونه» داسې دي، هلته روغتیايي چارې او خواړه سم نه دي، او وکیل ته هم سم لاسرسی نه لري، نو له دې امله په میاشتو میاشتو هلته پاتې کېږي او د ترکیې حکومت دې ستونزو ته پاملرنه نه کوي.

په ترکیه کې د افغان کډوالو په چارو کې یو بل ښکېل کس ګلبدین نظري وویل: «دلته د کډوالو ستونزې ډېرې زیاتي دي… کوم کډوال چې په شرکتونو یا فابریکو کې کار کوي، پولیس یې چې ونیسي کمپونو ته یې وړي او هلته صحي غذا نشته او د حیوان په څېر چلند ورسره کوي.»

دی وايي، هغه کډوال چې د ترکیې له لارې اروپا ته ځي، ځانونه یې مرګ ته نیولي، ډېرې پیسې به لګوي خو بیا هم ډېری یې نیول کېږي او بېرته کمپونو ته وړل کېږي او بیا ورسره «ډېر ناانساني چلند» کېږي.

د نوموړي په وینا، هغه کډوال چې پخوا ترکیې ته تللي، د کډوالو له ادارې سره ثبت دي، خو هغوی هم یوازې په هماغه ښار کې چې مېشت وي، د اوسېدو اجازه لري، بل ښار ته نه شي تلی چې دا لوی محدودیت دی او له دغو کډوالو هم ځيني نیول شوي او ان ډېپورټ شوي دي.

نظري زیاتوي: «داسې یو کس پېژنم چې مېرمن او اولادونه یې ترکیه کې پاتې دي او دی کابل ته ډېپورټ شوی.»

د نظري په وینا، دوی د افغانانو دغه ستونزې د افغانستان سفارت، قونسلګریو او د کډوالو له اړوند ادارو سره شریکې کړې خو تر اوسه یې کومه مثبت پایله نه ده لرلې.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «په دې کې شک نشته چې ډېری هغه افغانان چې په غیرقانوني لارو ترکیې ته تللي، هلته یا زنداني شوي او یا په داسې زندان ډوله کمپونو کې ساتل کېږي چې هلته زیاتره وخت لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نه لري او ځیني وخت ورسره د ناوړه چلند راپورونه هم راغلي.»

دی وايي چې دغه ‎وزارت د کډوالو ستونزو په اړه وخت په وخت د ترکیې له سفیر او ډیپلوماتانو سره ناستې کړي او ترکیې ته یې هم پلاوي لېږلي چې هلته یې دغه ستونزې له نږدې لیدلي او له ترکي چارواکو سره یې شریکې کړې دي.

حقاني زیاتوي: «افغانان که څه هم په غیرقانوني لارو تللي، مجبوریتونه لري او تر هغه ځایه یې ډېرې پیسې لګولي او تکلیفونه یې ګاللي، نو باید تر یو وخته پرېښودل شي چې د ځان لپاره یو څه مزدوري او ګټه وټه وکړي او لږ تر لږه د هغو سیاسي کډوالو په څېر دغو غریبو کډوالو ته هم مهلت ورکړل شي.»

ځينو رسنیو د ترکیې حکومتي چارواکو له قوله ویلي چې د خپل هېواد پولو د امنیت ساتلو لپاره به د «غیرقانوني کډوالۍ» پر وړاندې مبارزه وکړي او د یوه عمومي پروګرام پر بنسټ به ټول «ناقانونه کډوال» وباسي.

د راپورونو له مخې، افغان کډوال په پاکستان او ایران کې هم له ستونزو سره مخ دي او هغه یې چې د مهاجرت قانوني اسناد نه لري، په زور له دغو هېوادونو ‎ایستل کېږي.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version