ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو نړۍواله ورځ؛ له پاکستان، ایران او ترکیې په زور د افغانانو را ایستلو لړۍ لاهم روانه ده

18 Dec 2023 - 16:02
18 Dec 2023 - 16:02

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۲): چارواکي وایي، په تېرو څه کم دوو میاشتو کې څه باندې پنځه سوه زره افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه را ایستل شوي او ایران او ترکیه هم د ورځې زرګونه افغانان په زور له خپلو هېوادونو را وباسي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دغه‌راز وایي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته څه باندې ۲.۸ میلیونه افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، خو شاوخوا اووه میلیونه لا هم په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

نن د ډسمبر ۱۸مه د کډوالو نړۍواله ورځ ده.

د روان میلادي کال د نومبر په لومړۍ نېټه پاکستان له دغه هېواده د دوی په وینا د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې د کډوالۍ اسناد نه لري، خو ځینو کډوالو ویلي، پاکستاني پولیسو یو شمېر هغه افغانان هم نیولي چې د کډوالۍ اسناد لري. د معلوماتو له مخې، یو اعشاریه څلور میلیونه دغه ډول افغانان پاکستان کې اوسېږي.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیس ځیني افغان کډوال نیسي، کورونه یې ړنګوي، پر کورونو یې چاپې وهي، نغدي شتمنۍ يې په زور ورڅخه اخلي او د منقولو شتمنيو، ترانسپورټي وسايلو او ان څارويو د وړلو اجازه نه ورکوي.

ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل ودروي او خبرداری يې ورکړی چې په جبري ډول له پاکستانه د سلګونو زره افغان کډوالو اېستل به بشري ناورین رامنځته کړي.

افغان چارواکو هم له پاکستانه غوښتي چې له زغم کار واخلي او د ښه ګاونډیوب، اسلامي اخوت او بشري عاطفې له مخې دې افغان کډوال په زور نه را وباسي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاخان خروټي نن کابل کې د کډوالو نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل: «له بده‌مرغه سږ کال موږ دا ورځ په داسې حال کې لمانځو چې په تېرو دوو میاشتو کې د پاکستان موقتې ادارې د ټولو اسلامي، انساني، ګاونډیتوب او نړۍوالو معیارونو خلاف پر افغان کډوالو باندې د ژوند کړۍ تنګه کړې او نه یوازې دا چې په جبري ډول یې راستنېدو ته اړ کړي، بلکې د هغوی شتمنۍ یې هم ترې ضبط کړې دي، یو شمېر ماشومان په زور له خپلو کورنیو پرته شړل شوي او یا هم برعکس، مور او پلار یې شړل شوي او ماشومان یې په هغه هېواد کې پاتې شوي او زرګونه کسان لا هم په زندانونو کې پراته دي چې دغه ډول کړنو د هر با احساسه انسان پر روح او روان ناوړه اغیزې کړې دي.»

هغه وویل، دغه‌راز ایران او ترکیه هم د ورځې په زرګونه افغان کډوال په جبري توګه له خپلو هېوادونو اخراجوي او دغه وزارت له یادو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې په کلکه غوښتنه کوي چې د دغه وضعیت پر وړاندې بې‌پروا پاتې نه شي او په دې برخه کې مسوولانه او رغنده رول ولوبوي.

خروټي دغه‌راز وویل چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دوه اعشاریه اته‌نیم میلیونه افغانان له پاکستان، ایران او ځينو نورو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، خو لا هم تر اووه میلیونه افغانان په ګاونډیو او نورو بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

خروټي دا هم وویل چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته له درې زرو ډېر بندیان د پاکستان او ایران او له اووه زره زیات د ترکیې هېواد له زندانونو ازاد او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

د کډوالو وزارت مرستیال په تېرو دوو میاشتو کې له پاکستانه د راستونو شوو افغان کډوالو د شمېرو په اړه معلومات ورنه کړل، خو ویې ویل چې له یاد هېواده د راستېندونکو افغان کډوالو لپاره بېلابېلې کمېټې فعالیت کوي او په تېرو شاوخوا دوه‌نیمو میاشتو کې سلګونه زره راستانه شوي کډوالو د یادو کمېټو له خدماتو برخمن شوي دي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم په دغه غونډه کې وویل چې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له لوري له پاکستانه ۵۸۲۹۱ راستنې شوې کورنۍ ثبت شوې او ۳۳۲ زره او ۳۳۸ د دغو کورنیو غړي ثبت او بایومتریک شوي او دغه‌راز یو لک او ۹۷ زره او ۷۶۳ راستانه شوي مجردان هم ثبت او بایومتریک شوي دي.

هغه دغه‌راز وویل چې  ۱۳ زره او ۱۱۱ راستنې شوې کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته انتقال شوې دي او ۹۴۴ کورنۍ په موقت کمپونو کې دي.

د ریاست‌الوزرا د دفتر د عامه او ستراتیژیکو اړېکو مرستیال عبدالستار سعید د کډوالو ورځې په مناسبت د رییس‌الوزرا مولوي محمدحسن اخند پیغام لوست چې په کې راغلي: «کومو هېوادونو چې کلونه کلونه یې زموږ مهاجرو هېوداوالو ته ځای ورکړی و، موږ ترې مننه کوو. زموږ ولس احسان فراموشه نه دی او د هغوی کوربه‌توب ته د قدر په سترګه ګوري، خو په عین وخت کې زموږ هیله دا ده چې د مهاجرینو لویې او بشري موضوع ته دې له سیاسي لیدلوري او د اني ګټو او تصمیمونو له زاویې نه کتل کېږي، د فشار په ډول دې نه کارول کېږي، د راستنېدو پروسه دې په ابرومندانه او تدریجي توګه مخته یووړل شي، څو خدای مه کړه د بشري فاجعې او په اوږدمهال کې د هېوادونو ترمنځ د کرکې او بدبینۍ باعث ونه ګرځي.»

هغه د کډوالو ورځې په مناسبت پر ټولو نړۍوالو بنسټونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د کډوالو موضوع له پامه ونه غورځوي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په دې ناسته کې وویل: «د افغان کډوالو او د غزې بې‌ګناه وګړو د قتل عام په موضوعاتو کې د نړۍوالې ټولنې دوه مخی چلند د تأسف وړ دی.»

هغه له نړۍوالې ټولې وغوښتل چې د نمایشي ناستو پر ځای عملي ګامونه واخلي.

له پاکستان، ایران او ترکیې راستانه شوي کډوال وایي، د دغو هېوادونو پولیسو  لخوا ناوړه چلند ورسره شوی.

د پاکستان د چارسدې له ټیکسلا سیمې هېواد ته راستون شوی حیات‌الله وایي: «هلته بې‌کارتونو افغانان یو هم نه پرېښودل کېده، همدا اعلانونه یې کول چې ووځئ، او هغو کسانو چې کارتونه یې درلودل له هغوی سره هم بد تمیزي کېده، کارتونه یې ورته پرېکول، پیسې به یې ترې اخیستې، په بندي خانه کې به یې اچول، که به ورسره پیسې وې، پیسې به یې ورکولې او که به ورسره پیسې نه وې اوس هم د پاکستان په جېلونه کې پراته دي.»

له پاکستانه یو بل راایستل شوی افغان روزي خان خپل هېواد ته په راستنېدو خوښ دی، خو د پاکستان له ظلمونو سرټکوي او وایي: «ډېر خوشحاله یم، له خوشحالۍ څخه نور جامو کې نه ځایېږم، دې خوا یې راواړولم، یوه روپۍ یې راته په جیب کې نه ده پرېښې، وهل او ټکول، هغې خوا ته له افغانانو سره ډېر ظلمونه کېږي.»

دغه‌راز سپين‌ږیری رمضان چې د کندهار سپین‌بولدک له لارې خپل هېواد ته راستون شوی هم د پاکستان له چلنده سرټکوي وایي: «ډېر خوشحاله یم چې خپل هېواد ته راستون شوی یم، شکر چې له دې ظلمانو خلاص شوم، خدای (ج) دې دوی تباه او برباد کړي، زه به همدا وایم، افغانان یې وهل، ټکول، بندیانول، لس زره او شل زره روپۍ به یې ترې اخیستې.»

د کابل ښار اوسېدونکی ۱۶ کلن سیف‌الله بیا شاوخوا شل شپې مخکې له ایرانه په جبري توګه هېواد ته راستون شوی دی.

هغه وایي: «د روان کال په پیل کې د کار لپاره ایران ته ولاړم، دوه میاشتې مخکې مې کورنۍ هم په قاچاقي توګه ایران ته راغله، کله چې هغوي ایران ته راورسېدل، زه پولیسو د کار له ځایه ونیولم او بېرته یې افغانستان ته را واستولم، اوس دلته د خپل تره په کور کې اوسېږم.»

هغه وایي، اوسمهال هوا سړه ده، ژمی په خپل هېواد کې تېروي تر پسرلي به یې یا خپله کورنۍ بېرته هېواد ته راشي او یا به دی هم بېرته له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو په موخه ایران ته ولاړ شي.

د کابل ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکي محمد ندیم وویل چې ورور یې یوه میاشت مخکې په قاچاقي لار ترکیې هېواد ته په ډېرو سختیو او کړاونو ورسېده، خو له یوې اونۍ تېرېدو وروسته هلته پولیسو ونیو او بېرته یې د ایران خاورې ته راواړوه.

ندیم وایي چې ورور یې اوسمهال په ایران کې دی، خو په نږدې ورځو کې به بېرته خپل هېواد ته راستون شي.

بلخوا، د سیاسي چاروپوه قاضي نجیب‌الله جامع پژواک خبري اژانس ته وویل، کډوالي یوه نړۍواله مساله ده او ملګرو ملتونو هم د کډوالو سیاسي او مدني حقونه تعریف کړي او هېوادونه مکلف ګڼل شوي چې درناوی یې وکړي.

هغه وویل: «په خواشینۍ سره پاکستان، ایران او ترکان د ټولو نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف له افغان کډوالو سره مغرضانه چلند کوي، خصوصا پاکستان چې مطلقاً له افغان کډوالو سیاسي استفاده کوي، له کډوالو سره دغه ډول سیاسي تبعیضونه له ترهګرۍ کم نه دي چې هېوادونه یې د سیاسي تصامیمو پر اساس پرېکړې کوي او دغه هېوادونه باید د کډوالو په برخه کې نړۍوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي.»

هغه زیاتوي چې نړۍوال سازمانونه هم باید د افغان کډوالو «جبري او ظالمانه راستنولو» په برخه کې چوپه خوله پاتې نه شي او خپل انساني مسوولیت په نړۍواله کچه ترسره کړي.

جامع وایي، پاکستان کې پر مېشتو افغانانو غږ کوي چې خپل هېواد ته راشي.

هغه زیاتوي: «هغه شتمن افغان کډوال چې پاکستان کې یې پانګونې کړې، دوی هم باید فکر وکړي، تاسو څنګه دا زغمئ چې هلته دې د افغانانو بي‌عزتي کېږي، افغان ماشوم دې له خپلې مور بېلېږي، د ماشوم په لاس کې دې زولنې اچول کېږي او ته هلته ناست یې ګټه کوې، نو راشه خپله شتمني دې خپل هېواد ته را انتقال کړه.»

هغه وویل چې اسلامی امارت په سختو شرایطو کې له تمې خلاف په ټولو برخو کې د افغان کډوالو لپاره ډېر کار وکړ او یو ستر ماموریت یې ترسره کړ، خو راستنېدونکو هېوادوالو ته دې د زده‌کړو، کار او سرپناه برخو کې اړینې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

جامع وایي چې نړۍوال سازمانونه دې د کډوالو په برخه کې له افغان حکومت سره مرستې وکړي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوټرېش د کډوالۍ په نړۍوال فورم کې ویلي چي یوازې سږ کال په نړۍ کې ۱۱۴ میلیونه خلک بې‌کوره شوي او له دې ډلې ۳۶ میلیونو خپل هېوادونه پرې‌اېښي دي.

هغه ویلي چې له کډوالو ملاتړ او د هغوی خوندیتوب د ټول بشریت ګډ مسوولیت دی.

ګوټرېش پر هېوادونو غږ کړی چې یوه پیاوړې سیاسي اراده رامنځته کړي څو په مرسته یې جګړې پای ته ورسېږي او نور خلک کډوالۍ ته مخه نه کړي.

Views: 111

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version