ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې نهه کسان وژل شوي

تېره اونۍ افغانستان کې نهه کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو ویلي، په زوره د افغان کډوالو اېستل بشري ناورین جوړوي، ا.ا دغه پاکستان ته ويلي چې په زوره د افغان کډوالو اېستل ودروي، خپل راتلونکې ته دې فکر وکړي، جاپان او ترکيې بيا د افغانستان او نړۍوالو ترمنځ د تعامل پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغانانو د ایستلو پرېکړه لغوه کړي؛ ځکه په زوره د هغوی اېستل بشري ناورین جوړوي.
  • اسلامي امارت پاکستان ته: د الله له قهره ووېرېږئ، راتلونکې ته مو فکر وکړئ او بشري عاطفې له مخې افغان کډوال جبراً مه وباسي.
  • مولوي محمدیعقوب مجاهد: پاکستان دې دومره وکړي چې بيا يې د رېبلو توان ولري.
  • جاپان او ترکيې د افغانستان او نړۍوالو ترمنځ د تعامل پر زیاتېدو ټینګار وکړ.
  • ازبکستان په ترمز کې افغان سوادګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز سپاري.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي وو.

ځايي چارواکي وايي، نورستان کې امنیتي ځواکونو «د مقاومت جبهې» یو غړی وژلی، بلخ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې درې وسله‌وال او هرات کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې درې انسان تښتوونکي وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، غور کې یو ماشوم د خپل ورور له لوري په خطايي ډز وژل شوی او سرپل کې یوه ۲۲ کلنه نجلۍ په خپل کور کې وژل شوې ده.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له پاکستانه په زور د افغان کډوالو اېستل او په اړه يې غبرګونونه

تېره اونۍ، پاکستان له دغه هېواده د هغوی په وینا، د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې د کډوالۍ اسناد نه لري، خو ځینو کډوالو ویلي، پاکستاني پولیسو ځینې هغه افغانان هم نیولي چې د کډوالۍ اسناد لري. د معلوماتو له مخې، یو عشاریه څلور میلیونه دا ډول افغانان پاکستان کې اوسېږي.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي، کورونه یې ړنګوي، پر کورونو چاپې وهي، نغدي شتمنۍ يې په زور ورڅخه اخلي او د منقولو شتمنيو، ترانسپورټي وسايلو او ان څارويو د وړلو اجازه نه ورکول کېږي، تر اوسه یې ګڼ شمېر په زور ایستلي او دا لړۍ روانه ده.

ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل ودروي او خبرداری يې ورکړی چې په جبري ډول له پاکستانه د سلګونه زره افغان کډوالو اېستل به بشري ناورین رامنځته کړي.

د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې ويلي چې په واشنګټن کې د پاکستان له سفیر سره یې له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو د اغېزو په اړه خبرې کړې او اروپايي ټولنې ویلي چې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې په موخه يې ۱۵ ميليونه يورو ځانګړي دي.

افغان چارواکو هم له پاکستانه غوښتي چې له تحمل کار واخلي او د ښه ګاونډیوب، اسلامي اخوت او بشري عاطفې له مخې دې افغان کډوال جبراً نه باسي.

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده وایي: «دا مهاجر وروڼه چې د بل په ملک کې د تکلیف شپې ورځې تېروي، دردوونکې خبرې یې راځي، اورو یې… مهاجر نیول شوي، مهاجر بندیان دي، دا د زغم نه دي.»

د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمدیعقوب مجاهد له پاکستانه غوښتي چې پر افغان کډوالو «روان ظلم» ودروي، هر څه چې کوي عواقب يې وسنجوي او دومره وکري چې بيا يې د رېبلو توان لري.

دغه راز، د کوزې پښتونخوا سیاستوال د عثمان کاکړ زوی او د پښتونخوا ملي ګوند مشر خوشحال‌خان کاکړ په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه په کلکه غندلې او د پاکستان لومړي وزیر ته یې ویلي چې له ځانه دې شاه شجاع نه جوړوي، د کوزې پښتونخوا بل پښتون سیاستوال محسن داوړ او یو شمېر نورو سیاسیونو او مدني فعالانو سره په ګډه د افغان کډوالو جبري ایستنې غبرګون کې د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې او په کې یې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو په زور ایستلو مخه دې ونیول شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري اېستل د بشري حقونو او نړۍوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بللې، حزب اسلامي له پاکستان او ایرانه غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل ودروي؛ د ښه ګاونډیتوب پولې دې پر دښمنۍ نه بدلوي او داسې تګلارې دې نه غوره کوي چې نفرتونه او دښمنۍ زېږوي.

د افغانستان د سرپرست حکومت رییس‌الوزراء ملا محمد حسن اخوند اړوندو ادارو ته امر کړی چې د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره ټول امکانات وکاروي.

د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د رياست‌الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تورخم ته تللی، د کډوالو چارو وزارت تورخم ته نږدې لنډمهالي دوه پنډغالي جوړ کړي، د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت، ټول راستانه شوي کډوال تر خپلو سيمو په وړیا ډول لېږدوي، ملي دفاع وزارت له یادو کډوالو سره د مرستې په موخه ګڼ شمېر نقليه وسایط، د اوبو ټانکرونه، سيار تشنابونه لېږلي، د احصایې او معلوماتو ملي اداره په منظم ډول افغان کډوال ثبتوي، د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو ویلي، له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو ټولو ماشومانو او افغان محصلینو ته د زده‌کړو زمینه برابروي.

دغه راز اسلامي امارت وايي، له يادو کډوالو سره د کورنیو او بهرنیو مرستو د جلب په موخه دوه بانکي حسابونه پرانیستل شوي، حکومت، سوداګر، مدني فعالان او عامو خلک په تورخم کې له پاکستانه پر راستنېدونکو افغان کډوالو خواړه وېشي او په ټولنیزو پاڼو کې ځينو افغانانو له دغو کډوالو سره د مرستې او ملاتړ په موخه کمپاین پيل کړی دی.

له سرپرست حکومت سره تعامل

د افغانستان لپاره د م.م له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون هادي سینیرلي اوغلو په ترکیه کې د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د افغانستان او نړۍوالو ترمنځ د تعامل پر زیاتېدو ټینګار وکړ.

دغه راز، کابل کې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت له سرپرست مولوي نداءمحمد ندیم سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل رامنځته کولو لپاره هڅه کوي.

د ازبکستان له لوړ پوړي پلاوي سره کتل

تېره اونۍ د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف په ګډون ۴۵ کسیزه پلاوی – د ازبکستان سوداګریزو توکو د نندارتون پرانیستې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په موخه – کابل ته راغي.

د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال جمشید خوجه‌یوف د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به تاشکند کې د افغاني محصولاتو نړۍوال نندارتون جوړ کړي او چمتو دي چې په ترمز کې افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز هم وسپاري.

هغه ويلي، په افغانستان کې سوله او ټیکاو په سیمه او ازبکستان کې د سولې او ټیکاو په معنا دی او ياد پلاوي د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ته بلنه ورکړې چې د سرخان – پلخمري برېښنا پروژې او د امو سیند پر سر د ۲۲۰ کیلوولټ مزي پر ترمیم د خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.

دغه راز، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو له ازبکستانه غوښتي چې پر ترانزیټي توکو تعرفه کمه کړي څو له دې لارې د انتقالاتو کچه لوړه شي.

ترکیه: افغانستان کې نور باید هیڅ وسله‌وال مخالفت شتون ونه لري

تېره اونۍ، د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فدان په انقره کې له مولوي امیرخان متقي سره په ليدنه کې ویلي چې په افغانستان کې نور باید هيڅ وسله‌وال مخالفت شتون ونه لري.

Visits: 191

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.