منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اسلامي امارت مشر: د بل په ملک کې د مهاجرو دردوونکې خبرې راځي، دا د زغم نه دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۶۶ کتنې · تازه شوی

کندهار (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): د اسلامي امارت مشر وایي: «دا مهاجر وروڼه چې د بل په ملک کې د تکلیف شپې ورځې تېروي، دردوونکې خبرې یې راځي، اورو یې... مهاجر نیول شوي، مهاجر بندیان دي، دا د زغم نه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له دغه هېواده د هغوی په وینا، د هغو افغان کډوالو د را ایستلو لړۍ پیل کړې چې د کډوالۍ اسناد نه لري، خو ځینو کډوالو ویلي، پاکستاني پولیسو ځیني هغه افغانان هم نیولي چې د کډوالۍ اسناد لري.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي، کورونه یې ړنګوي، تر اوسه یې ګڼ شمېر په زور ایستلي او دا لړۍ روانه ده.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن د کډوالو په اړه د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده غږیز پيغام خپور کړی دی.

هغه په دغه پیغام کې د افغان کډوالو په اړه وایي: «الله دې پوره مشکلات ور حل کړي، الله دې دا د عزت ژوند په خپل ملک کې د دوی په نصیب کړي، موږ هم کوښښ کوو چې دا مهاجر وروڼه چې د بل په ملک کې د تکلیف شپې تېروي، دردوونکې خبرې یې راځي، اورو یې، مهاجرو باندې دا تکلیف دی، مهاجر نیول شوي دي، مهاجر بندیان دي، دا د زغم نه دي، د برداشت نه دي؛ رب‌العالمین ته خواست کوو چې الله پاکه ته خو یې خپل وطن ته په عافیت راولې، دا د مهاجرو سلسه الله (ج) نور قطع کړې او خپل ملک کې مو امن او سلامتیا راشي، داسې مو په خپل ملک کې خلک مهاجر دي، د خپلو وطنو څخه نورو وطنو ته تللي دي، سرپناوې نه لري او کار او روزګار نه لري، په کار ده چې هر مسلمان له بل مسلمان سره تعاون او کومک وکړي، بالخصوص په افغانستان کې دغه مجاهدین وروڼه چې دي، دا مسلمانان، دا بیا ډېر کومک یو بل ته ورکړي او پر حال یې پوښتنه وکړي او خپل منځ کې محبت او اخلاص پيدا کړي.»

د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمدیعقوب مجاهد هم له پاکستانه غوښتي چې پر افغان کډوالو  «روان ظلم» ودروي، هر څه چې کوي عواقب يې وسنجوي او دومره وکري چې بيا يې د رېبلو توان لري.

تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره دوه پنډغالي جوړ شوي، هلته کډوالو ته لومړني خدمات وړاندې کېږي او حکومتي چارواکو ویلي چې یاد کډوال له تورخم او سپین‌بولدکه خپلو سیمو ته په وړیا ډول لېږدوي.

دغه راز یو شمېر افغانانو پر ټولنیزو پاڼو له پاکستانه له خپلو راستنېدونکو هېوادوالو سره د مرستو لپاره کمپاین هم پیل کړی.

ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل ودروي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال