ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو راستنېدو بهیر؛ تورخم کې د زرګونه کسانو لنډمهاله مېشتولو لپاره دوه پنډغالي جوړ شول

د کډوالو راستنېدو بهیر؛ تورخم کې د زرګونه کسانو لنډمهاله مېشتولو لپاره دوه پنډغالي جوړ شول

author avatar
1 Nov 2023 - 20:53
د کډوالو راستنېدو بهیر؛ تورخم کې د زرګونه کسانو لنډمهاله مېشتولو لپاره دوه پنډغالي جوړ شول
author avatar
1 Nov 2023 - 20:53

جلال‌اباد (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): د کډوالو چارو وزارت سرپرست وزير په مشرۍ د يوه لوړپوړي پلاوي له لوري تورخم ته نږدې، له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو لنډمهالي مېشتېدنې لپاره دوه پنډغالي جوړ شول.

مسوولين وايي، دغو پنډغالو کې پر يو وخت پنځه زره کډوال ځایېدلی شي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د لړم په ۱۰مه پژواک اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو چارو سرپرست وزير مولوي خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ پلاوی چې په کې د مخابراتو سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ زرمحمد حقاني، د افغان پوسټ ادارې مرستیال مولوي رحمت الله مکي، د ختیځ زون ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودوجانه، د ننګرهار والي ملا محمدنعیم اخند او د یو شمېر نورو مرکزي او ولایتي ادارو چارواکي په کې شامل وو، په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو لپاره دغه پنډغالي ګټې اخیستنې ته وسپارل.

سرچینې زیاته کړې، د کډوالو چارو سرپرست وزیر له یادو پنډغالو د لیدنو پر مهال وویل، په دې پنډغالو کې د پنځه زره په شاوخوا کې تازه راستنېدونکي کډوال مېشت وي او ټول اړین خدمات به ورته وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې تر دې دمه د تورخم ښارګوټي له لارې یو لک او پنځوس زره کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي، ټولو ته صحي ټیمونه چې پکې نارینه او ښځینه ډاکتران شامل دي، مٶظف شوي دي.

حقاني وویل، ټول هغه کډوال چې اقتصادي ستونزې لري، د حکومت له خوا به په موټرو کې تر کورونو رسول کېږي.

بلخوا په ختیځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودوجانه وایي، ۳۵ د اوبو ټانکرونه، ۷۰ انترنېشنل موټر، سیار تشنابونه او نور نقلیه وسایط هم راوړل شوي او ټولو راتلونکو کډوالو ته په خپلو برخو کې خدمات وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د رياست‌الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ يو لوړپوړی پلاوی تورخم ته د کډوالو ستونزو اورېدو او ورته د حل لارو لټولو په موخه تللی و.

شاوخوا يوه مياشت مخکې د پاکستان لنډمهاله حکومت اعلان وکړ، ټول هغه افغان کډوال دې خپل هېواد ته ستانه شي چې د کډوالۍ اسناد نه لري. د ځینو راپورونو له مخې، پاکستان کې یو عشاریه څلور میلیونه بې‌اسناده کډوال اوسېږي.

Views: 98

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.