Language

رینا امیري واشنګټن کې د پاکستان له سفیر سره د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر مسئله غږېدلې

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وايي، په واشنګټن کې د پاکستان له سفیر سره یې له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو د اغېزو په اړه خبرې کړي.

وړمه ورځ په پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو ورکړل شوي ضرب‌الاجل وروستۍ ورځ وه چې د کډوالۍ اسناد نه لري.

د معلوماتو له مخې، یو عشاریه څلور میلیونه دا ډول افغانان پاکستان کې اوسېږي.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي، کورونه یې ړنګوي، تر اوسه یې ګڼ شمېر په زور ایستلي او دا لړۍ روانه ده.

login or register a new account.