ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزی: له افغان کډوالو سره د پاکستان بد چلند نه منونکی تېری دی

کرزی: له افغان کډوالو سره د پاکستان بد چلند نه منونکی تېری دی

author avatar
3 Nov 2023 - 22:09
کرزی: له افغان کډوالو سره د پاکستان بد چلند نه منونکی تېری دی
author avatar
3 Nov 2023 - 22:09

دوباره نشر شود

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی له پاکستانه د افغان کډوالو پر اجباري او غیر مسوولانه ایستلو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او دغه کړنه د بشري حقونو او نړۍوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بولي.

د کرزی له دفتر څخه د لړم په ۱۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پخوانی ولسمشر له افغانانو سره د پاکستاني امنیتي افرادو بد چلند، زور زیاتی او د هغوی د شتمنیو او اسنادو په زوره اخیستل د مواخذې وړ عمل او د هغوی پر حقوقو نه منونکی تېری ګڼي.

حامد کرزی د افغان کډوالو په ملاتړ د دیورنډ کرښې د ها غاړې ولسونو له غږه مننه کوي او د قدر په سترګه ورته ګوري، دغه راز د پاکستان د متنفذو شخصیتونو، د دغه هېواد د بشري حقونو د دفاع له بنسټونو او له اړونده نړۍوالو سازمانونو غواړي چې د افغان کډوالو د حقوقو د خوندیتوب لپاره فعال شي او له هغوی سره د روان بد چلند مخه ونیسي.

پخوانی ولسمشر د دې ترڅنګ چې د هېواد دننه پر ټولو هېوادوالو غږ کوي، څو د افغانانو پر وړاندې د یاد زورزیاتي په مقابل کې په پوره اتحاد او اتفاق ودرېږي او د هغوی د حقونو دفاع لپاره خپل غږ پورته کړي، له خیریه بنسټونو او ملي سوداګرو هم غواړي چې په بېړنۍ توګه راستنو شوو افغانانو ته بشري مرستې چمتو کړي او هر اړخیزه همکاري ورسره وکړي.

دغه راز هغه په نړۍواله کچه له اړوند سازمانونو راستنو شوو افغانانو ته د ژوندانه د نوي پیل لپاره د اړینو مرستو رسولو غوښتنه کوي.

حامد کرزی یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غړ کړی چې له افغانستان سره د متمدنې او با عزته رابطې لار خپله کړي.

Views: 71

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.