ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان کډوالو جبري ایستنه؛ محسن داوړ د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې

د افغان کډوالو جبري ایستنه؛ محسن داوړ د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې

author avatar
2 Nov 2023 - 05:02
د افغان کډوالو جبري ایستنه؛ محسن داوړ د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې
author avatar
2 Nov 2023 - 05:02

اټلانټا (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۲): د کوزې پښتونخوا وتلي پښتون سیاستوال او د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ له یو شمېر نورو سیاسیونو او مدني فعالانو سره په ګډه د افغان کډوالو جبري ایستنې غبرګون کې د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

د پاکستان حکومت تېره میاشت اعلان وکړ چې له دغه هېواده د دوی په وینا، غیرقانوني افغان کډوال دې ووځي او د دې لپاره یې یوه میاشت وخت ورکړ او زیاته کړې یې وه، که په دې موده ونه وځي، په زور یې وباسي.

دا نېټه وړمه ورځ پوره شوه خو اوس له یاد هېواده د تورخم او سپین بولدک پر لور د افغان کډوالو لوی بهیر رامات دی، بلخوا پاکستاني ځواکونو له دغه هېواده د افغان کډوالو په زور ایستلو لپاره په بېلابېلو سیمو کې عملیات هم پیل کړي دي.

دغه راز د کوزې پښتونخوا وتلي پښتون سیاستوال او د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ له یو شمېر  نورو سیاستوالو او مدني فعالانو سره په ګډه د افغان کډوالو په زور ایستلو غبرګون کې د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

داوړ د لړم په ۱۰مه پر اېکس شبکې لیکلي، د پیپل ګوند له غړي فرحت‌الله بابر، د جماعت اسلامي سناتور مشتاق‌احمد، د بشري حقونو فعالانو هر یوه امنې مسعود جنجوعه، جبران ناصر، سید معاذشاه، ماسټر غزاله پروین، ایمان مزاري، احمدشبر، عمران شفیق، لیوک ویکټر، سیال شفیق او راحل قاصي سره یې په ګډه د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

هغه زیاته کړې، په دې عریضه کې یې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو په زور ایستلو مخه دې ونیول شي.

له دې مخکې دغو کسانو د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون ته هم ورته عریضه کړې وه.

بلخوا د افغانستان سرپرست حکومت په تورخم کې د ستنېدونکو افغانانو لپاره دوه پنډغالي جوړ کړي او هلته یې ورته لومړنۍ اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، له تېرې یوې میاشتې راهیسې شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان له پاکستان څخه هېواد ته په زوره ستول شوي دي.

Views: 268

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.