ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې ترافیکي پېښه کې يوه ماشومه مړه شوې

سرپل کې ترافیکي پېښه کې يوه ماشومه مړه شوې

author avatar
15 Apr 2024 - 16:03
سرپل کې ترافیکي پېښه کې يوه ماشومه مړه شوې
author avatar
15 Apr 2024 - 16:03

سرپل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۳): سرپل کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه پنځه کلنه ماشومه مړه شوې ده.

د سرپل د ولایت مقام ویاند مولوي حبیب‌الله مسرور پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سرپل – جوزجان عمومي لویه ‌لار کې د سلما په نوم یوه پنځه کلنه ماشومه یوه کرولا موټر وهلې او مړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، یاده پېښه د دغې ولسوالۍ په سیداباد هزاره سیمه کې رامنځته شوې او ماشومه ولایتي روغتون ته تر لېږدېدو وروسته مړه شوې او موټر چلوونکی د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

هغه زیاته کړه، پېښه د موټرچلوونکي د زیات سرعت او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او پولیس د موټر او چلوونکي په لټه کې دي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.