ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د یوې کورنۍ نږدې ټول غړي د سترګو له نعمته بې برخې دي

غزني کې د یوې کورنۍ نږدې ټول غړي د سترګو له نعمته بې برخې دي

غزني‌ښار (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۳): د غزني په مرکز کې د یوې کورنۍ اووه غړي د سترګو له نعمته بې برخې دي چې له امله یې له اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

دغه کورنۍ د غزني ښار اړوند ارزو سیمه کې اوسېږي چې د کورنۍ له نهو غړو اووه یې د لیدلو وړتیا نه لري.

د یادې کورنۍ مشر صالح‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نهو ماشومانو له ډلې يې یوازې دوه کوچني ماشومان لیدلای شي، نور یې د لیدو له نعمته بې‌برخې دي.

هغه وايي چې د خپلو بچیانو درملنې لپاره یې د هېواد دننه ډېره هڅې کړې خو پایله یې مثبته نه وه.

ده وویل: «زه سپین‌ږیری یم، په ښار کې زرنج ګرځوم، دوه ځلې مې د ملا ډیسک عملیات کړی، اقتصادي مشکلات مې ډېر دي، دومره پيسې نه لرم چې خپل ماشومان د درملنې لپاره بهر ته بوځم.»

هغه له حکومتي مسوولینو او خیریه بنسټونو غوښتنه وکړه چې د ماشومانو درملنې او د کورنۍ اقتصادي ستونزو هواري برخو کې ورسره مرسته وکړي.

دغه راز د صالح‌محمد مېرمنې پژواک ته وویل چې له خپلو نابینا ماشومانو سره یې د ژوند ډېرې ستونزې ګاللې دي.

هغې زیاته کړه: «د زامنو لپاره مې دومره تشویش نه کوم خو د نجونو لپاره مې تشویش ډېر دی، اوس یې هم ژوند په مشکل دی، په راتلونکي کې به هم له سختو مشکلاتو سره مخ وي.»

دغه راز، د صالح‌محمد یوه نابینا زوی وزیرمحمد پژواک ته وویل چې د سترګو معلولیت له امله یې په ژوند کې سختې ستونزې تېرې کړې او لا هم دوام لري.

ده وویل: «زموږ مشکلات بېخي ډېر دي؛ مخکې چې دلته د سويډن کمېته فعاله وه هم مو هلته درس ویل او هم یې یو څه پيسې راکولې خو اوس د سويډن موسسه هم تړل شوې ده.»

دغه راز، د صالح‌محمد لور سحر ناز وايي چې مخکې يې د سویډن کمېټه کې زده‌کړې کولې او قران‌کریم یې هم حفظ کړی دی.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې سویډن کمېټې ته دې بېرته د فعالیت اجازه ورکړي.

همدارنګه په غزني کې د معلولینو یوې ټولنې مشر سید فضل‌الحق هاشمي پژواک ته وویل چې د یادې کورنۍ په اقتصادي او نورو ستونزو خبر دی.

هغه وویل چې حکومت دې هغو موسسو ته د فعالیت اجازه ورکړي چې له معلولینو سره مرسته او همکاري کوي او خپله دې هم مرستې ورسره وکړي.

ورته مهال، د غزني د شهیدانو او معلولینو چارو امر مولوي سید محمدحنیف ابوعرفان پژواک ته وویل، له اصولو سره سم دوی له ټولو معلولینو سره مرسته کوي.

هغه وویل: «موږ له ټولو معلولینو سره مرسته کوو، هغه که ارثي وي او یا په جنګ کې معلول شوي وي خو دې کورنۍ تر اوسه موږ ته مراجعه نه ده کړې، که مراجعه وکړي نو په لېست کې به یې ونیسو او مرسته به ورسره وکړو.»

نوموړي زیاته کړه چې د دوی د سروې ډلې په سیمو کې کار کوي، کېدای شي دغه کورنۍ هم په لېست کې شامله کړي.

د یادونې ده، دا مهال د غزني د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست سره نږدې ۲۰ زره ارثي او جنګي معلولین ثبت او راجستر دي.

Views: 95

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.