ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني اندړو کې د خلکو ځورولو په تور درې کسان نیول شوي

د غزني اندړو کې د خلکو ځورولو په تور درې کسان نیول شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ کې یې درې هغه کسان نیولي چې د شپې له مخې به یې د کورونو دروازې ټکولې او خلکو کې یې وېره پیدا کړې وه.

د غزني امنیې قومندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په رحیم‌خېلو سیمه کې هغه درې وېره‌اچوونکي نیولي چي د شپې له خوا به یې د خلکو د کورونو دروازې ټکولې او بیا به یې ځانونه پټول.

دی زیاتوي، له همدې امله له ډېره وخته د یادې سیمې خلک په وېره او شک کې وو او له ستونزو سره مخ وو.

د سرحدي په خبره چې د امنیتي ځواکونو له هلو ځلو وروسته دغه کسان نیول شوي او دا مهال پلټنې ترې روانې دي.

ورته مهال د رحیم‌خېلو کلي یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وویل، له څو اونیو راهیسې د شپې له خوا د خلکو د کورونو دروازې ټکېدلې خو بیا به څوک نه وو.

هغه وايي چې دغه کار خلکو ته ستونزې جوړې کړې وې، فکر کېده چې دغه کار پیریان کوي.

د یادونې ده، څو کاله مخکې د شمال په ځینو ولایتونو کې بیا د شپې له مخې کورونو ته اور اچول کېده او هماغه مهال هم خلکو فکر کاوه پیریان دي.

Views: 192

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.