ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: هلمند کې لږ تر لږه ۳۷ نوو روغتیایي مرکزونو جوړېدو ته اړتیا ده

6 May 2024 - 15:31
6 May 2024 - 15:31

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۳) : د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، لا هم د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې داسې سیمې شته چې خلک یې هیڅ ډول روغتیایي خدماتو لاسرسی نه‌لري او زیاتوي چې باید لږ تر لږه ۳۷ نوي روغتیایي مرکزونو ورته جوړ شي.

د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، لا هم د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې سپینې سیمې (هغه سیمې چې هیڅ روغتیایي خدمات په‌کې نه وي) شته او زیاته یې کړه چې ۳۷ نوو روغتیایي مرکزونو جوړېدو ته اړتیا لري.

هغه وویل، عامې روغتیا وزارت ته یې وړاندیز کړی او هغه سیمې چې هیڅ ډول روغتیایي خدمات په‌کې نشته، ورته په ګوته کړې دي.

د نوموړي په خبره، که په یادو سیمو کې روغتیایي مرکزونه جوړ شي، د دغه ولایت د ۹۵ سلنه خلکو ستونزې په ورسره هوارې شي.

هغه زیاتوي: «دغه ولایت کې ۳۷ نورو روغتیایي مرکزونو په رغولو سره د ۹۵ سلنه خلکو ستونزي حل کېږي، یو لږ ستونزي که رامنځ ته کېږي، د هغه دلیل به دا وي چې په ځینو ساحو کې سیند راځي یا به لارې خرابې وي او هلته بیا اړتیا شته چې په لنډ واټن کې خلکو ته روغتیایي کیلینکونه جوړ شي.»

سعید وویل، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو مخکې په دغه ولایت کې ۱۲۰ روغتیایي مرکزونه فعال وو، خو دوی له تېرو نږدې درېیو کلونو راهیسې ۱۴۰ نوي کیلینکونه او روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ د نوزاد، موسی‌کلا، باغران او کجکي ولسوالیو په اطرافي ساحو کې دغه ۱۴۰ نوي روغتیایي مرکزونه رغولي دي، دغه روغتیایي مرکزونه کافي نه دي، اړتیا شته نورهم ورته ورغوو چې خلک په اساني سره لاسرسی ورته پيدا کړي.»

د یادونې ده چې د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي خپل ناروغان په لښکرګاه ښار کې بُست ولایتي روغتون او یا هم کندهار ولایت ته د درملنې په موخه لېږدوي.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version