ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې یوې مېرمنې ۱۰۰ نجونو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده

9 May 2024 - 16:39
9 May 2024 - 16:39

شبرغان (پژواک، ، ۲۰ غویی ۱۴۰۳): د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې یوې مېرمنې د یوه کورس په جوړولو سره ۱۰۰ نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو زمینه برابره کړې، دغه کورس کې شاملې نجونې له حکومت غواړي چې د دوی انتظار دې پای ته ورسوي او پر مخ یې دې ښوونځي پرانیزي.

د یادونې ده، د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او له هغه وروسته پوهنتونونو ته له تلو منع شوې.

دغه مېرمن سنګي‌ماه نومېږي او د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې یې ۱۰۰ نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو مضمونونو او قران کریم زده‌کړې زمینه برابره کړې.

هغې پژواک ته وویل: «ما په خپل شخصي لګښت دا دوه برخې جوړې کړې او کومې نجونې چې دلته درس وایي ډېری یې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې دي.»

نوموړې وویل: «درې میاشتې کېږي چې دغه کورس مې جوړ کړی، تر اوسه د هیڅ بنسټ له خوا زما ملاتړ نه دی شوی، زموږ یوازېنۍ ستونزه د زده‌کوونکو لپاره درسي توکي برابرول دي، ځيني وخت نه شو کولای چې دوی ته کتاب او کتابچې برابرې کړو او یا قران‌کریمونه هدیه کړو.»

سنګي‌ماه وایي که له دوی ملاتړ وشي، ښایي وتوانیږي چې ډېرې نجونې جذب کړي.

هغې وویل: «که موسسې او خلک له موږ سره د درسي توکو مرسته وکړي، موږ کولی شو چې دغو دوو برخو ته ډېرې نجونې جذب کړو، ډېرې نجونې لېواله دي چې راشي او درس ووایي، خو د ځای او درسي توکو نشتون له امله نه شو کولی چې هغوی جذب کړو.»

د یاد کورس یوه ښوونکې نورضیا سلیمي وایي چې دغه کورس کې د نورو مضمونو ترڅنګ نجونو ته نوراني قاعده، قران کریم او اسلامي کتابونه هم تدریس کېږي.

نوموړې وویل چې دې کورس کې ډېری شاملې نجونې له بې‌وزله کورنیو دي چې ان د قرطاسیې اخیستو وس نه لري، که د کوم بنسټ له خوا دغه کورس سره مرسته وشي، د دې ترڅنګ چې زده‌کوونکو ته به قرطاسیه ورکړل شي، د جذب شمېر به هم لوړ شي.

دې کورس کې چې کومې نجونې پر زده‌کړو بوختې دي، خپل راتلونکي لپاره هیله لري او له حکومته غواړي چې نجونو ته دې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د دغه کورس یوه زده‌کوونکې رویا چې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو له بندېدو مخکې د اتم ټولګي زده‌کوونکې وه، د دغه کورس له جوړېډو هرکلی کوي او وایي چې نجونې په ډېره لېوالتیا دغه ځای کې پر زده‌کړو بوختې دي، خو هیله لري چې ډېر ژر دوی ته ښوونځيو ته د تلو اجازه ورکړل شي.

نوموړې وایي: «له حکومته غواړم چې زموږ ښوونځي دې بېرته‎ پرانیزي، انتظار ډېر سخت دی.»

نوموړې دغه‌راز له مرستندویه بنسټونو غواړي چې له دغه کورس څخه ملاتړ وکړي څو ډېرې نجونې جذب شي.

ورته وخت کې، دغه کورس کې یو بله زده‌کوونکې صاحبه وایي، دغه کورس کې ورته په وړیا ډول د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.

هغې وویل: «ډېره خوشحاله یم چې دغه زمینه برابره شوه او خپلو درسونو ته دوام ورکوم، دې کورس کې چې کومې نجونې درس وایي ډېری یې د بې‌وزله کورنیو او د خپلې کورنۍ نفقه ګټوونکي دي.»

نوموړې هم د نجونو پرمخ د ښوونځیو درازو پرانیستلو غوښتنه کوي، وایي: «موږ نجونې حاضرې یو چې د اسلامي شریعت مطابق شرعي حجاب مراعت کړو، ښه باستره جامې واغوندو او ښوونځیو ته لاړې شو او زده‌کړه وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د بېلابېلو ولایتونو نجونو د ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه کړې وه.

د اسلامي امارت چارواکو په وار – وار ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو په ځانګړي ډول د تعلیم حق تامینولو ته ژمن دي او نجونو پرمخ د ښوونخيو پرانیستلو پر یوې طرحې کار کوي.

Views: 173

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version