ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د جک روغتیایي موسسې فعاليتونه درول شوي

غزني کې د جک روغتیایي موسسې فعاليتونه درول شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۳): د غزني عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې د جک (Jack) روغتیایي موسسې فعاليتونه درولي دي.

د غزني عامي روغتیا رییس ډاکټر رسول خان نظري پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په غزني کې د روغتيايي مرکزونو د تمويل مسووليت د جک (Jack) موسسې پر غاړه وو.

هغه وايي چې د یادې موسسې د بې‌کفایتې له امله د روغتیايي پرسونل او خلکو شکایتونه ډېر شوي وو نو ځکه یې فعالیتونه ورته درولي دي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ تېره ورځ هم د جک موسسې مسوولينو او روغتيايي مراکزو له امرينو سره ګډه غونډه ترسره کړه چې د موسسې مسوولينو له لوري ګډونوالو ته د قناعت وړ ځواب ورنه کړل شو او د ټولو ګډونوالو په مشوره پرېکړه وشوه چې د يادې موسسې کاري دفتر او فعاليتونه دې په دغه ولايت کې متوقف شي.»

خو بل لور ته په غزني کې د جک موسسې مسوول ډاکټر صالح‌محمد وردګ پژواک ته وویل چې د قرارداد مطابق یې د دغه ولایت ۱۰۹ روغتیايي مرکزونو ته پر وخت درمل، واکسین او قرطاسیه رسولي دي.

هغه وايي چې یوازې د روغتیايي پرسونل معاش یو څه کم شوی نو ځکه له دې ډول پرېکړې سره مخ شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د کومو کسانو چې معاش سل زره و ۳۰ سلنه، د چا چې ۵۰ زره ۱۵ سلنه او د موټرچلوونکو او ساتونکو معاشونه بیا یو یو سلنه کم شوي دي.

نوموړي د معاشونو کمولو په اړه وویل چې د نړۍوال بانک له لوري دوی ته همدمره بودجه ورکول کېږي، له دې ډېر دوی نه شي کولای پيسې ولګوي.

دغه راز، په غزني یوه ډاکټر هلال پژواک ته وویل چې د موسسو د فعالیتونو درول د حل لار نه ده؛ ځکه حکومت دومره امکانات نه لري چې ټولو برخو ته رسېدنه وکړي.

هغه وايي: «دا چې هيڅ نه وي، له هغه نه خو ښه دی چې لږ یو څه خو وي، تېر کال سره صلیب د حوزوي روغتون له تمویله لاس اخیستی دی چې اوس يې امکانات ډېر کم دي.»

د یادونې ده، له جک موسسې مخکې د غزني روغتیايي مرکزونو تمویل د ادا موسسې پر غاړه و چې دې موسسې د ۲۰۲۳ کال په نیمايي کې په  غزني کې خپل فعالیتونه بند کړل.

Views: 170

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.