ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنیو چارو وزارت: د بدخشان پنځو ولسوالیو کې ۲۶۲ جریب کوکنار له منځه وړل شوي

کورنیو چارو وزارت: د بدخشان پنځو ولسوالیو کې ۲۶۲ جریب کوکنار له منځه وړل شوي

author avatar
12 May 2024 - 16:10
کورنیو چارو وزارت: د بدخشان پنځو ولسوالیو کې ۲۶۲ جریب کوکنار له منځه وړل شوي
آرشیف
author avatar
12 May 2024 - 16:10

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وايي، د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې یې د څو بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۶۲ جریب کوکنار له منځه وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (یکشنبه) په یوه پیغام کې ویلي، د بدخشان د امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۸۰ جریب ځمکه په درایم ولسوالۍ کې، ۶۰ جریب ارګو ولسوالۍ کې، ۳۰ جریب کشم ولسوالۍ کې او ۲۲ جریب ځمکه د دغه ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د غويي په ۱۴مه نېټه د بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو لړۍ د امنیتي ځواکونو او کروندګرو ترمنځ د نښتو او لاریونونو لامل شوه چې په پایله کې یې دوو لاریون‌کوونکو ‎ژوند له لاسه ورکړ.

اسلامي امارت د یادو نښتو د ژورې څېړنې په موخه د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت په مشرۍ پلاوی ټاکلی څو دې برخه کې هر اړخیزې څېړنې وکړي او د ریاست‌الوزراء مقام ته بشپړ راپور وړاندې کړي.

لوی درستیز بدخشان ته د سفر پر مهال ټینګار وکړ چې د یو شمېر کروندګرو جنجال او لاریونونه د کوکنارو د له منځه وړلو لړۍ نه شي ځنډولی، دا لړۍ به دوام مومي او د کوکنار کښت به په ټولو ولایتونو کې صفر ته رسېږي.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.