Pajhwok Afghan News

متقي: په نړۍوالو اقلیمي غونډو کې دې د افغانستان دریځ واورېدل شي

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، افغانستان چې څومره د اقلیم بدلون له اړخه متضرر شوی، په هماغه کچه مرستې ته اړتیا لري، باید په نړۍوالو اقلیمي غونډو کې یې دریځ واورېدل شي او د اقليمي بدلون اړوند مالي صندوقونو ته لاسرسی ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه څرګندونې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ ادارې (اوچا) عملیاتي رییسې ادیم وسورنو سره په لیدنه کې وکړې.

هغې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وروستیو سېلابونو په اړه خپله خواشیني شریکه کړه او ويې ویل چې هر څه ژر به خپل ټیمونه متضررو سیمو ته ولېږي.

نوموړې دغه راز د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ د همغږۍ کمېټې رامنځته کولو برخه کې د بهرنیو چارو وزارت له هڅو مننه وکړه.

متقي دغه لیدنه کې په هېواد کې وروستيو سېلابونو ته په اشارې سره وویل، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیم بدلون کې هیڅ ونډه نه لري خو له دې پديدې تر ټولو ډېر متضرر شوی‌.

نوموړي هغه هېوادونه د اقليمي بدلون د ناوړه اغېزو مسووليت اخيستنې ته راوبلل چې د اقلیم په بدلون کې لويه ونډه لري.

متقي وويل: «غواړم ستاسې له لارې دا پیغام ورسوم چې افغانستان چې څومره متضرر شوی، هغومره مرستې ته اړتیا لري او باید په نړۍوالو اقلیمي غونډو کې یې موقف واورېدل شي او د اقليمي بدلون اړوندو مالي صندوقونو ته لاسرسی ولري.»

هغه زیاته کړه چې وروستیو سېلابونو څپه ډېره ویجاړوونکې ده او پراخې مرستې ته اړتیا ده، سره له دې چې اسلامي امارت د خپلو خلکو د لاسنیوي لپاره خپل ټول امکانات په کار اچولي خو د پېښې وسعت ته په کتلو په کار ده چې په دې اړه نړۍوال او مرستندویه سازمانونه هم خپل مسوولیت سر ته ورسوي او هر څه عاجل رسېدنه وکړي.

د ملګرو ملتونو مقیم استازي انډریکا رتواتي وویل: «موږ تل ستاسې غږ تر نړۍوالو رسولی چې افغانستان تر ټولو ډېر متضرر شوی او تر ټولو زیات اړتیا لري او هڅه مو کړې او کوو یې چې هیڅ وخت بشري مرستې او سیاسي موخې سره ونه تړل شي.»

Views: 16

Exit mobile version