ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين د همالیا ټرانس فورم ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړه

چين د همالیا ټرانس فورم ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړه

author avatar
15 May 2024 - 15:43
چين د همالیا ټرانس فورم ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړه
author avatar
15 May 2024 - 15:43

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): په کابل کې د چین سفیر د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ګډې همکارۍ او اړیکې کولای شي د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي معاونیت له دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره ولیدل.

په خبرپاڼه کې راغلي، د چین سفیر په دغه لیدنه کې له اسلامي امارت سره د یاد هېواد پر همکارۍ د ټینګار ترڅنګ وویل چې د دواړو لورو ګډې همکارۍ او اړیکې کولای شي د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

د چین سفیر په وینا، دغه هېواد په نړۍوالو ناستو، په ځانګړي ډول د امنیت شورا په ناسته کې د اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ کوي او له اسلامي امارت سره خپلې همکارۍ ته ژمن دی.

نوموړي په چين کې د جوړېدونکي همالیا ټرانس فورم په ناسته کې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال ته د ګډون رسمي بلنه ورکړه.

خو سرچینې د یادې ناستې د جوړېدو کره نېټه نه ده مشخصه کړې.

خبرپاڼه کاږي، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال په دغه لیدنه کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین له همکارۍ په مننې وویل چې اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه پر خپلو ژمنو ولاړ دی او هڅه کوي په سیمه‌ییزو مسایلو او د سیمې په ثبات او پرمختګ کې فعاله ونډه ولوبوي.

سیاسي مرستیال د افغانستان په هکله په نړۍوالو ناستو کې د چین همکاري او د اسلامي امارت له دریځه د بېجنګ ننګه د افغان ولس په ګټه وبلله او زیاته یې کړه چې د چین همکاري کولای شي په هېواد کې د مثبتو بدلونونو او اقتصادي ودې لامل شي.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.