ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې ۴۹۸ ښځو ته د خیاطۍ بېلابېل ماشینونه او وسایل ووېشل شول

پروان کې ۴۹۸ ښځو ته د خیاطۍ بېلابېل ماشینونه او وسایل ووېشل شول

author avatar
2 Jun 2024 - 15:56
پروان کې ۴۹۸ ښځو ته د خیاطۍ بېلابېل ماشینونه او وسایل ووېشل شول
author avatar
2 Jun 2024 - 15:56

چاریکار (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د پروان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي چې د «افغان ښځو» (AWEC) په نوم د ښوونیز مرکز په مالي ملاتړ په ۸۳ ګروپونو کې تنظیم شوو ۴۹۸ ښځو ته د خیاطۍ بېلابېل ماشینونه او وسایل ووېشل شول.

د پروان د صنعت او سوداګرۍ رییس حافظ رازمحمد یاسر وايي، په وېشل شوو وسایلو کې د خیاطۍ ماشین، د زک زاک ماشین، د اور لاک ماشین، د خیاطۍ مېز، اوتو، یخچال او نور اړین وسایل لکه بېلابېل رختونه شامل دي.

هغه دغه راز وویل چې د دغو ښځو هرې شپږکسیزې ډلې ته یوه پایه یخچال هم ورکړل شوی دی.

یاسر وايي چې یادې ښځې به د دغو ماشینونو په وسیله د خامک او ګلدوزۍ ترڅنګ جامې او پردې ګنډي او له دې لارې به خپل لګښتونه پوره کوي.

هغه زیاته کړه: «د صنعت‌کارو ښځو دغه ۸۳ کسیزه ډله – چې د خیاطۍ او ګل‌دوزۍ د ټیټې کچې کارګاوې یې درلودې – له کره سروې وروسته د پروان د مرکز په ګډون له ۶ ولسوالیو انتخاب شوې او د معیارونو له پوره کولو او قانوني جواز درلودو وروسته یاد وسایل ورته ووېشل شول.»

یادې ښځې هم د یادو ماشین‌الاتو پر ترلاسه کولو خوښي څرګندوي.

د پروان د مرکز چاریکار ښار لومړۍ ناحیې اوسېدونکې شفیقې نثار پژواک ته وویل: «اوس کولای شو په کور او خوندي فضا کې کار وکړو، د ژوند لګښتونه مو پوره کړو، د کورنیو لپاره یوه ډېره ښه لاسته‌راوړنه ده.»

هغې له مسوولینو وغوښتل چې د نجونو بېکارۍ ستونزې ته پاملرنه وکړي او د لا زیاتو کاري فرصتونو زمینه ورته برابره کړي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.