ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور جام منار وضعیت ارزونې پایلې؛ ډېر ژر به د دغه منار د تحکیم‌ چارې پیل شي

3 Jun 2024 - 19:02
3 Jun 2024 - 19:02

فېروزکوه (پژواک، ۱۴غبرګولی ۱۴۰۳): د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، له کابله دغه ولایت ته د جام مناز وضعیت ارزونې په موخه د راغلي پلاوي له څېړنو وروسته پرېکړه شوې چې ډېر ژر به د دغه منار د بیارغونې او تحکیم‌‌ چارې پیل شي.

د سېلابونو راوتو له امله جام منار ته د اوښتو زیانونو په اړه د پژواک اژانس د یوه خبر له خپرېدو وروسته، د روانې غبرګولي میاشتې په ۹مه د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم د رییس په مشرۍ یوه پلاوي د دغه منار د وضعیت څېړلو په موخه غور ولایت ته سفر وکړ.

د غور د اطلاعاتو او فرهنک رییس مولوي عبدالحي زعیم نن (دوشنبه د غبرګولي ۱۴مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، درې اونۍ مخکې وېجاړوونکو سېلابونو جام منار ته سخت زیان رسولی و او که ژر تر ژره رسېدنه ورته ونه شي، ښايي ونړېږي.

هغه زیاتوي: «هغه پلاوی چې د جام منار څېړلو لپاره دغه ولایت ته راغلی و، له نږدې یې د جام منار لیدلی او پرېکړه شوې څو ژر تر ژره د ډبرو او رېګ پاکولو چارې چې سېلاب جام منار ته راوړې او سیند یې بند کړی، پیلیږي.»

هغه زیاته کړې، استول شوي پلاوي ژمنه کړې چې جام منار ته د سېلاب رسېدو د مخنیوي لپاره به نور او تر دې لوړ دېوالونو جوړ شي څو راتلونکي کې سېلاب دغه منار ته زیان ونه رسوي.

د هغه په خبره، سېلاب د منار جام تر درې مترۍ رسېدلی او د منار داخل ته یې رسوبات هم وړي دي چې د پاکولو لپاره یې هڅې روانې دي.

زعیم څرګنده کړه چې سېلابونو جام منار ته د زیان اړولو سربېره دغه منار ته غځېدلې لارې هم ویجاړې کړې دي.

جام منار د غور د شهرک ولسوالۍ د کمنج سیمې په جام نومې دره کې د هریرود سیند پر غاړه موقعیت لري چې هر کال سېلابونه دغه تاریخي ابدې ته جدي ګواښونه پېښوي.

جام منار د نوي ډهلي له قطب منار وروسته په نړۍ کې دویم له خښتو جوړ منار دی چې ۶۳ متره لوړوالی لري او د غوریانو لړۍ پاچا سلطان غیاث‌الدین غوري د واکنمۍ پر مهال جوړ شوی دی.

د یادولو ده چې دغه منار په ۲۰۰۲ کال کې د یونیسکو د نړۍوالو فرهنګي میراثونو د سازمان په نوملړ کې هم ثبت شوی دی.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version