ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینې: د تمدن ټلوېزیون په اړه د عدلیې وزارت پرېکړه تر شنبې وځنډول شوه

6 Jun 2024 - 22:03
6 Jun 2024 - 22:03

کابل (پژواک، ١٧ غبرګولی ١٤٠٣): ځينې سرچينې وایي، د عدلیې وزارت یو پلاوی تمدن ټلوېزيون ته د دغې رسنۍ د ځمکې موضوع په تړاو د «فعالیت درولو او ځای بدلولو» په موخه ورغلی و خو په دې اړه پرېکړه تر راتلونکې شنبې وځنډول شوه.

تمدن ټلوېزیون نن له غرمې وروسته شاوخوا دوې بجې یو خبر خپور کړ چې د عدلیې وزارت یو پلاوی دغه ټلوېزیون ته د خپرونو بندولو په موخه ورغلی او کېدای شي خپرونې یې بندې شي.

وروسته د دغه ټلوېزیون مسوول مدير محمد رحمتي پر ایکس‌پاڼه ولیکل چې د عدلیې وزارت دغه پرېکړه د سرپرست حکومت د چارواکو په سلا تر شنبې وځنډول شوه.

د تمدن ټلوېزیون یوه کارکوونکي چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد پلاوی ورغلی و او ادعا یې کړې چې د تمدن ټلوېزیون ځمکه دولتي ده.

هغه هم وویل چې د شنبې تر ورځې دغه ټلوېزیون ته وخت ورکړل شوی او وروسته له هغه به معلومه شي چې عدلیې وزارت یې په اړه څه پرېکړه کوي.

طلوع ټلوېزیون ته «سرچينو» ویلي چې عدلیې وزارت د تمدن ټلوېزیون د ځمکې تر څېړنې وروسته، د دغې رسنۍ د فعالیت درېدو او ځای بدلولو غوښتنه کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یادې موضوع په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا موضوع په عدلیې وزارت کې ده، موږ ته هم جزییات نه معلومېږي چې هلته څه مشکل دی، دا خو یوه رسنۍ ده، بې له شکه ښه رسنۍ ده، ښه نشرات لري او څه مشکل موږ نه په کې وینو، نور د ځمکې په اړه موږ معلومات نه لرو چې اسناد یې څه رقم دي، دا به عدلیې وزارت د همدې وجې دا خبره کوي.»

عدلیې وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version