ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنفي: مرستندویه بنسټونه دې د لویو پروژو پلي کولو کې همکاري وکړي

حنفي: مرستندویه بنسټونه دې د لویو پروژو پلي کولو کې همکاري وکړي

author avatar
7 Jun 2024 - 11:34
حنفي: مرستندویه بنسټونه دې د لویو پروژو پلي کولو کې همکاري وکړي
author avatar
7 Jun 2024 - 11:34

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د رياست‌الوزراء اداري مرستيال د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال سره لیدنه کې د ټاپي، ټاپ او د افغان – ټرانس په شان سترو پروژو د پلي کولو برخه کې د مرستندویه بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي  له مرستيال مارکوس پوټزل او مل پلاوي سره کتلي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې مارکوس پوتزل افغانستان کې د امنيت پر ټینګښت او دغه هېواد کې د اسلامي امارت له لوري پر ترسره شوو مثبتو کارونو خوښي څرګنده کړه.

نوموړي له افغانانو په ځانګړي توګه سېلاب‌ځپلو او د ګاونډيو هېوادونو له لوري له ایستل شوو افغان کډوالو سره د دغه سازمان د مرستو له دوام ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: «موږ باوري يوو چې يوازې بشري مرستې کافي نه دي، بلکې په دې هېواد کې بايد اساسي کارونه ترسره شي.»

 پوتزل د نشه‌يي توکو د کر، قاچاق، استعمال او سوداګرۍ مخنيوي لپاره چې د نړۍ ټولو هېوادونو ته لوی ګواښ دی، د افغانستان اسلامي امارت د قاطع اقداماتو يادونه وکړه او هيله يې وښوده چې نړۍوالو ته د افغانستان په اړه جامع او صحيح معلومات ورسول شي.

ارګ ویلي، په دې ناسته کې د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له افغانانو سره د دغه سازمان د بشري مرستو قدرداني وکړه.

هغه ویلي: «موږ هڅه کوو چې افغان ملت په ارامۍ خپل ورځني ژوند ته دوام ورکړي.»

حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت د نشه‌يي توکو کر، قاچاق، استعمال او سوداګرۍ پر مخنيوي سربېره توانېدلی په مختلفو برخو لکه د اداري فساد له منځه وړلو، د ګاونډيو هېوادونو له لوري تر یو نیم میلیون د ډېرو را ایستل شوو کډوالو مدیریت او ځای پر ځای کولو او افغانستان کې د کرنې پراختيا لپاره ډېر اقدامات ترسره کړي.

د حنفي په خبره: «هيله لرو مرستندویه بنسټونه بهرنيو هېوادونو ته د ځوانانو د کډوالۍ مخنيوي لپاره د ټاپي، ټاپ او افغان – ټرانس په څېر لويو پروژو عملي کولو او همداراز کروندګرو ته د نشه‌يي توکو د بديل کښت لپاره لازمه همکاري وکړي.»

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال ویلي چې اسلامي امارت هېڅ فرد يا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې دې هېواد له خاورې د نورو هېوادونو امنيت له ګواښ سره مخ کړي.

هغه زیاته کړې، دوی له ټولو ګاونډیو، د سیمې او له سیمې ورهاخوا هېوادونو سره د ښو او نیکو اړیکو غوښتونکي دي.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.