ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخي: د دوحې ناستې ترکیب او اجنډا کې بدلون د ا.ا د ګډون پرېکړه اغېزمنولای شي

16 Jun 2024 - 20:29
16 Jun 2024 - 20:29

کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولی ١٤٠٣): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلامي امارت په اصولو کې د دوحې په راتلونکې ناسته کې د ګډون پرېکړه کړې، خو په ترکیب او اجنډا کې بدلون يې پر دې پرېکړه اغېز کولای شي.

ټاکل شوې د دوحې درېیمه ناسته د راتلونکې چنګاښ میاشتې به لسمه او یوولسمه جوړه شي.

د اسلامي امارت چارواکو مخکې ویلي وو چې د دې ناستې د ترکیب او اجنډا تر څېړلو ورسته په دغې غونډه کې د ګډون او نه ګډون پرېکړه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخې نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له ملګرو ملتونو سره د تېرو شاوخوا دوو مياشتو خبرو په جريان کې چې د دوحې راتلونکې ناستې کومه اجنډا او ترکيب له اسلامي امارت سره شريک شوی، د هغو په رڼا کې اسلامي امارت د دوحې راتلونکې ناسته کې په اصولو کې د ګډون پرېکړه کړې ده.

هغه زیاتوي: “که د ناستې ترکيب او اجنډا کې هر ډول بدلون راځي، طبعاً چې زموږ پر پرېکړه به هم اغېز کوي چې هغه وخت به بيا ټولو لوريو سره شريک شي.”

اسلامي امارت د دوحې په دویمه ناسته کې ګډون نه و کړی.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version