ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي او عبدالله په خپلو اختریزو پیغامونو کې پر ملي یووالي ټینګار کړی

کرزي او عبدالله په خپلو اختریزو پیغامونو کې پر ملي یووالي ټینګار کړی

author avatar
16 Jun 2024 - 15:53
کرزي او عبدالله په خپلو اختریزو پیغامونو کې پر ملي یووالي ټینګار کړی
author avatar
16 Jun 2024 - 15:53

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳): پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو اختریزو پیغامونو کې ملي یووالی او قومي تنوع ته درناوی د هېواد د پرمختګ لاملونه بللي دي.

هغوی دغه راز ټینګار کړی چې د هېواد پرمختګ او ابادي د ټولو لپاره د زده‌کړو د برابر فرصت او ټولو هېوادوالو ته د زده‌کړو او کار مشروع حقوقو په تامین کې نغښتي دي.

 حامد کرزي نن (یکشنبه، د غبرګولي ۲۷مه) پر اېکس‌پاڼه د اختر مبارکۍ ترڅنګ لیکلي چې افغانستان هغه وخت پرمختګ کولی شي چې د افغانانو ملي یووالی او ټولنیز پیوستون مخکې له مخکې پیاوړي شي.

هغه په خپل اختریز پیغام کې د ټولو لپاره د زده‌کړو برابر فرصت، د بشري قوې تربیه او د ملي ارادې د تمثیل او تفاهم لپاره د زمینې برابرول له هغو مواردو یاد کړي چې د هېواد د پرمختګ لامل ګرځي.

مخکني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خپل اختریز پیغام کې لیکلي چې د افغانستان پرمختګ په یووالي او د ټولو هېوادوالو لپاره د زده‌کړو او کار حقونو په تامین کې نغښتی دی.

هغه ټینګار کړی: «د افغانستان خلک دې په دقت او تمرکز سره د ملي ګټو، ملي یووالي، قومي، مذهبي او فرهنګي تنوع ته احترام او د ټولو لپاره د سوکاله ژوند زمینې برابرولو کې یوموټی او همغږي شي.»

د مخکني حکومت یادو چارواکو په خپلو اختریزو پیغامونو کې په هېواد کې وروستیو طبیعي پېښو ته په اشاره له نړۍوالو بنسټونو د افغانستان له خلکو سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.