Pajhwok Afghan News

د هرات د کشک‌کهنه اوسېدونکي: په دې ولسوالي کې روغتیايي خدمات اړتیا ته په کتو کم دي

هرات (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۳): د هرات د کشک‌کهنه ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د امکاناتو نشتوالى او روغتيايي خدمتونو ته کم لاسرسى هغه ستونزې دي چې د دې ولسوالۍ خلک ورسره مخ دي.

هغوی د پژواک خبري اژانس له خبريال سره خبرو کې ويلي چې د ولسواليو په کچه د روغتيايي مرکزونو، روغتيايي کارکوونکو، امبولانسونو او د اړتيا وړ درملو نشتوالي له امله خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کشک‌کهنه ولسوالۍ اوسېدونکی جليل‌احمد هم په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي مرکزونو له کمښته ‎شکايت کوي او ‎وايي، ‎د دې ولسوالۍ خام او ويجاړ سړکونه هم د دې لامل شوي چې ناروغان پر وخت د هرات ښار روغتونونو ته ونه رسېږي او ناروغان روغتون ته پر لاره ژوند له لاسه ورکوي.

هغه زیاتوي، د دې ولسوالۍ نفوس ته په کتو په هیڅ روغتیايي مرکز کې هیڅ ډول عملیات نه ترسره کېږي.

د کشک‌کهنه ولسوالۍ بل اوسېدونکی فضلإاحمد هم په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي امکاناتو له کموالي شکايت کوي او وايي، ځيني مهال د لارو خرابوالي له امله هغه موټر چې ناروغان لېږدوي، له ستونزو سره مخ کېږي او د دې لامل کېږي چې ناروغ روغتون ته له رسېدو مخکې ژوند له لاسه ورکړي.‎

فضل‌احمد وويل: «له بده مرغه په ​​دې ولسوالۍ کې د ناروغانو د لېږد لپاره مجهز امبولانسونه هم نشته.»

د کشک‌کهنه ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته په دې ولسوالۍ کې د غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو او د سړکونو جوړولو برخړ کې ‎د پاملرنې غوښتنه کوي.

په همدې حال کې، د دې ولسوالۍ روغتيايي مسوولين هم د شته ستونزو پخلی کوي او وايي چې د خلکو د روغتيايي ستونزو د حل لپاره په کشک‌کهنه ولسوالۍ د يوه مجهز روغتون جوړېدو ته اړتيا ده.

د کشک‌کهنه ولسوالۍ د عامې روغتيا رييس ډاکټر حميدالله افغان له پژواک سره خبرو کې وويل، د دې ولسوالۍ نفوس څه باندې ٩٠ زره کسانو ته رسېږي او په مسلکي کارکوونکو سمبال يوه روغتون ته اړتيا لري.

افغان زياته کړه چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د نورو خلکو په شان د ښو روغتيايي خدمتونو مستحق دي او په دې ولسوالۍ کې باید يو مجهز روغتون جوړ شي څو د خلکو روغتیايي ستونزې حل شي.‎

په همدې حال کې، د هرات د عامې روغتيا رييس وايي چې سږ کال دغه رياست د کشک‌کهنه په ګډون د هرات په نورو ولسوالیو او ځينو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو د پراختيا او نوو مرکزونو د جوړولو لپاره بېلابېل پلانونه په پام کې لري.

د دغه ریاست په وینا، دغه اقدامات روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي ښه‌والي او شته ستونزې د هواري په موخه په پلان کې نیول شوي دي.‎

د هرات د عامې روغتيا ریاست مرستيال ډاکټر غلام‌محمد حنفي هم د هرات په لرو پرتو ولسواليو کې د روغتيايي خدمتونو کمښت تاییدوي او وايي، دغه رياست سږ کال داسې پلان په پام کې لري چې له مخې به یې يو شمېر روغتيايي مرکزونه جوړ، ځیني ​​به ارتقا وکړي او ځیني نور به پراخ شي.

د يادونې ده، کشک‌کهنه د هرات شمال‌ختيځ ته په شاوخوا ١٢٠ کيلومترۍ کې له ترکمنستان سره پر پوله پرته ولسوالي ده چې خلک یې د روغتيايي مرکزونو نشتوالي له امله مرکز ته د ناروغانو په لېږد کې له ستونزو سره مخ دي.

Views: 3

Exit mobile version