Username or E-mail:
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، لا هم د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې داسې سیمې شته چې خلک یې هیڅ ډول روغتیایي خدماتو لاسرسی نهلري او زیاتوي چې باید لږ تر لږه ۳۷ نوي روغتیایي مرکزونو ورته جوړ شي.
هلمند کې د درېیو ولایتونو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د نیمروز لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسېدې.
د هلمند د کرنې ریاست له لوري د یوې ځايي مووسسې په همکارۍ د مرغدارۍ او مالدارۍ سلو فارملرونکو ته د حيواني سرې تولید برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په خانشین ولسوالۍ کې یې ۲۹۳ کیلوګرامه نشهيي توکي نیولي او په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي دي.
د هلمند ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شمالي نوزاد ولسوالي کې د پرلهپسې ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو درانه مالي زیانونه اوښتي دي .
د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د نشهیي توکو پروسس درې کارخونې له منځه وړې دي.
د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د قطر هېواد شاهي کورنۍ د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۵۰۰ یتمانو لپاره د یوه عصري او معیاري ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د هلمند د موسیکلا ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې له مرکز لښکرګاه سره نښلېدونکې لار یې له کالونو راهیسې خرابه ده او دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
هلمند کې ځایي مسوولین وايي، د وروستیو ورښتونو او توپاني بادونو له امله د دغه ولایت په مارجه او باباجي ولسوالیو کې څه باندې ۱۲۰۰ سولري تختې ماتې شوې او د غنمو شاوخوا ۱۷۰۰ جریب فصلونه یې زیانمن کړي دي.
د هلمند په نوزاد او موسیکلا ولسوالیو کې د شل میلیون افغانیو په لګښت د اوبو درې چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
حکومتي مسوولین وايي چې د وروستیو ورښتونو له امله په هلمند او لغمان ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن