Username or E-mail:
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې یوې مېرمنې د یوه کورس په جوړولو سره ۱۰۰ نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو زمینه برابره کړې، دغه کورس کې شاملې نجونې له ا.ا غواړي چې د دوی انتظار دې پای ته ورسوي او پر مخ یې دې ښوونځي پرانیزي.
جوزجان کې یو شمېر ډاکټرانو او روغتیایي مسوولینو د ډاکټر له سپارښتنې پرته په خپلسرې توګه د درملو کارولو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې، دا کار یې خطرناک بللې او سپارښتنه کوي چې د ډاکټر له مشورې پرته باید هیڅ ډول درمل ونه کارول شي.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوه ښځه توانېدلې چې د خواږه پخولو یوې کارخونې په جوړولو سره د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزو د حل ترڅنګ، ۱۵ نورو اړمنو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
له پاکستان او ایرانه یو شمېر را ایستل شوي افغانان چې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې په موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوي، له سرپرست حکومت او مرستندویه موسسو د مرستو له امله مننه کوي، خو د سرپناه او کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د یوه موټر چپه کېدو له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.
د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښته شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی لپاره د څښاک پاکو اوبو برابرولو په برخه کې پاملرنه وکړي.
د جوزجان د مردیان ولسوالۍ ځيني زدهکوونکي له حکومته غواړي چې د دې ولسوالۍ ښوونځیو ته مجهز لابراتوارونه جوړ کړي او د ساینسي نوښتونو لپاره دې وسایل ورکړي.
جوزجان کې یوې مېرمنې چې د خیاطي کارګاه جوړولو له لارې یې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابر کړې، له کورنیو وغوښتل چې د خپلو لوڼو د وړتیاوو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.
جوزجان کې ځایي سرچینې په دغه ولایت کې د ۱۷ کیلومټره سړک د بیارغولو چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي چې په دې پروژه کې څه باندې ۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د جوزجان خواجهدوکوه ولسوالۍ د څو کلیو اوسېدونکي په داسې حال کې خپلو ماشوم ته د ښوونځي له نشتوالي شکایت کوي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د دې ستونزې د هوارېدو ډاډ ورکوي.
د جوزجان ځيني کروندګر په داسې حال کې د پنبې له ټيټې بیې او د بازار له نشتوالي شکایت لري چې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې سږ کال د پنبې په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
د جوزجان د سیندیزې حوزې رییس د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره لیدنه کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د اوبو د بېدرېغه استفادې پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن