شبرغان (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د یوه موټر چپه کېدو له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه نن سهار اته بجې د شبرغان – مزارشریف لویې لارې په مربوطاتو کې په کمربند سیمه کې شوې ده.
هغه وایي، په دې پېښه کې د یوه سړي، دوو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.
حلیمي د دې پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي ګڼي او وايي، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د شبرغان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده، دوه ورځې مخکې هم پر شبرغان – قوشتیپې لویې لارې د یو ډاکسن موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي وو.
Views: 19