Username or E-mail:
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، لومړني معلومات ښیي چې یوه روسۍ الوتکه چې له هند څخه د تاشکند په موخه الوتې وه، احتمالاً د بدخشان د زیباک او کران او منجان ولسوالیو کې لوېدلې وي.
بدخشان کې حکومتي چارواکي وايي، د هغه سړک د جوړولو چارې چې افغانستان له چین سره نښلوي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
بدخشان کې ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې له کوچني پامیر وروسته د لوی پامیر څه باندې ۱۵۰ کورنۍ هم په لومړي ځل له مخابراتي خدمتونو برخمنې شوې.
ځایي مسوولین وايي چې د بدخشان په ارغنجخواه او د ننګرهار په سرهرود ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه او درې امنیتي کسان ټپیان شوي دي.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې په روان کال کې د دغه ریاست فني او تخنیکي ټیم د بدخشان ولسوالیو ته سفر کړی او ۱۷ تاریخي ابدې او لرغونې سیمې یې پېژندلې دي.
بدخشان کې ځایي مسوولین وایي چې د فیضاباد ښار د اوومې ناحیې ۴۰۰ کورنیو ته چې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ وو، د اوبو یوه شبکه جوړه شوه.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د زرمینځلو کارګاه د چت نړېدو له امله یو کس مړ شوی دی.
د بدخشان د سرحدي او لرې پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي ستونزو د حل غوښتنه کوي، خو د دغه ولایت د مخابراتو ریاست وايي، د انټرنېټي او مکالماتي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې له ۳۰ ډېرې پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.
بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځایي مسوولین وايي، نن سهار هم په دغه ولایت کې زلزله وشوه او ژوروالی یې ۳۱ کیلومتره د ځمکې لاندې ښودل شوی دی.
بدخشان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت یاوان ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه او ټاکل شوې چې په درېیو پوړونو کې په اساسي ډول جوړه شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن