Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د اروزګان مرکز ترینکوټ په دوو ښوونځیو او یوه روغتیايي مرکز کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا، څښاک پاکو اوبو رسولو او تشنابونو جوړولو درې پروژې بشپړې شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري د دغه ولایت له هغو ۱۰۰ ښوونځیو سره د ۱۷۶ خېمو مرسته وشوه چې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په پرانیستې فضا کې زدهکړې کوي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولايت په اچين او کوټ ولسواليو کې د نجونو دوو ښوونځو ته نوې ودانۍ جوړې شوې چې پخوا به زدهکوونکو یې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کولې.
د لغمان په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د دوو ښوونځيو د ودانیو د ترمیم او احاطې دېوالونو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د نجونو ښوونځيو دوولسم ټولګي زدهکوونکو کلنۍ ازموينې پيل شوې؛ دوی د خپل برخلیک له روښانه کېدو خوښې دي او د پوهنې له وزارته غواړي چې د نورو زدهکوونکو برخلیک هم روښانه کړي.
د میدان وردګو د پوهنې ریاست وايي، نن د دغه ولایت پر ټولو ښوونځيو له ۷۰۰زره ډېر کتابونه او قرطاسيې ووېشل شول.
په جوزجان ولایت کې د ناروې هېواد په مالي مرسته د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو ښوونځيو د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره یې ۳زره زدهکوونکو ته په معیاري ښوونیز چاپیریال کې د زدهکړې زمینه برابرېږي.
د بامیان د پوهنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د ښوونځيو د ودانیو او ښوونکو له کمښته خبر ورکوي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت، د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو په تړاو د سرپرست حکومت پر پرېکړې، اندېښنه وښوده.
د پوهنې وزارت مسوولین وایي چې سږ کال یو میلیون نوي ماشومان ښوونځیو ته جذب شوي چې ٤٠ سلنه يې نجونې دي.
د کندهار ښار د لسمې ناحيې په مربوطاتو کې د څه باندې ٢٢ ميليونه افغانيو په لګښت د غلام حيدر حميدي په نوم د يوه ښوونځي د جوړولو چارې پيل شوې.
. . .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن